دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح؛ ښاروالۍ ته په کابل ښار کې د تشنابونه د زیاتوالي...

امرالله صالح؛ ښاروالۍ ته په کابل ښار کې د تشنابونه د زیاتوالي امرکړی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۳۰) د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د کابل ښار د امنیت او نظم راوستو په موخه، نننۍ او څلورمه ناسته کې ګڼې نورې پریکړې هم شوې دي.

په دغه ناسته کې دا پریکړه هم شوې، چې د فراري مجرمینو لوی عکسونه دې د ښار په کوڅو او واټونو کې ځوړند شي، څو مجرمین اصلاح او یا هم د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په دې ناسته کې دغه راز کابل ښاروالۍ ته امر شوی، چې د ښار د نظافت لپاره ښار کې شته تشنابونه پر وخت پاک او نور نوي تشنابونه جوړ کړي.

امرالله صالح دغه راز ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ژر به د کابل ولایت د ولسوالیو د امنیت او نظم راوستو لپاره هم لاس په کار کیږي.

خو بل لورته د کابل ښاریان بیا د ولسمشر په لومړي مرستیال نیوکه کوي او وایي تر هر څه وړاندې امنیت اړین دی نه تشنابونه.

دوی وایي؛ ډيری وخت له چارواکو لومړني کارونه له همدې امله پاتې کېږي چې  وړې مسلې رامخته کوي.

3 COMMENTS

  1. امر الله صالح ډیر ښه روان دی، د افغانستان اوولس له دریو طبقو خلکو ډیر په عذاب دی، لومړی درجه وکیلان او زو واکی او قوم پرسته دولتی چارواکی، دوهم زاړه قوماندانان چی اکثره مسلح افراد لری، دریم بیسواده او په روابطو راغلی آمرین د حوزو. دا هغی ډلی دی چی افغانستان اوسنی حالت ته راغلی دی. بل د محاکمو قاضیان چی د آخری زمانی قاضیان دی او دوی ته حضرت رسول اکرم ښیرا هم کړی. زموږ په ټیټه رتبه امنیتی ځواکونه قربانی ورکوی او دغه قاضیان او څارنوالان دوی د رشوت په بدل کښی ایله کوی او بله ورځ تر هغی لوی جرمونه کوی. دا غلاوی وژل له بیکاری ندی چی الله ج دومره مخلوق ته رزق ورکوی دغه غلو او قاتیلیونو ته یی هم ورکوی ولی دوی چی کومی غلاوی او قتلونه کوی دا ټولی پیسی په زنا او فحشاه، شرابو او قمار مصرفوی. نو ددوی وژل لوی جهاد او خدمت دغی بیچاره اوولس ته دی. امرالله صالح باید یو کار بل هم وکړی چی خوشحال سادات معین امنیتی کړی نور انشاالله بیا نه غل سته او نه غدوی.

  2. اصلاً خبره داده چې اوس هم په هېواد کار د کار اهل ته نه سپارل کېږي، د ډم دنده ترکاڼ او د ترکاڼ دنده ډم ته ورکول کېږي. د بلې خوا څخه د دندې په سرته رسولو کې نه هم صداقت شته او نه هم جدیت. هر څوک د خپل جېب په ډکولو بوخت دي. دا یو ډېر بد کلچر دی چې د بهر څخه راغلی او په دې هېواد کې خپور شوی دی.

  3. د امرالله صالح تصمیم او هدایت پرځای دی . امنیتي قوا به خپل کار کوي او د ښاروالۍ کارګران او منسوبین به خپل کارونه مخ ته وړي . کابل د افغانستان مرکز او تر ټولو لوی ښار دی . د هېواد له هره ګوټه دلته افغانان راځي او همدا راز د ټولې نړۍ له بېلابېلو برخو مېلمانه او خارجي دیپلوماتان په کابل کې ګرځي . بنا د ښار نظافت د اسلام د مقدس دین له اساساتو او افغاني کلتور سره برابر کار دی ، باید پدې برخه کې ټول ښاریان او هېوادوال صادقانه برخه واخلي ، نظافت مراعات کړي او د حفظ الصحې د مراعاتولو لپاره عمومي تشنابونه ډېر ضروري دي.
    په نوره نړۍ کې د بسونو تم ځایونه ، د ریل یا ترین ستیشنونه ، مغازي او دکانونه ، رستورانونه تشنابونه لري او عابرین هم کولای شي له دغو تشنابونو نه وړیا او یا د یو لږ مقدار پیسو په مقابل کې له تشنابونه استفاده وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب