شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهسکاټ مېلر: طالبان هڅه کوي د بهرنیو سرتېرو تر وتلو خبرې وځنډوي

سکاټ مېلر: طالبان هڅه کوي د بهرنیو سرتېرو تر وتلو خبرې وځنډوي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۳۰) په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر پر روان تاوتریخوالي جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

مېلر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي په افغانستان کې ښکېلې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي ځکه اوسنی تاوتریخوالی د سولې پر پروسې منفي اغېز کولی شي.

هغه همدا راز ډاډ ورکړی، چې ناټو او امریکا تر ۲۰۲۴ز کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په وینا یې روانه جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

مېلر دغه راز وایي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې خبرې ځنډوي خو دوی ته په کار ده چې په ښه نیت جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سولې د خبرو د هڅو سره سره بیا هم په ټول هېواد کې تاوتریخوالی ورځ بلې ته زور اخلي.

د نورو پېښو سربېره تازه د تخار د پولیسو ویاند، خلیل اسیر وايي، تېره شپه په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په کې د امنیت امر په ګډون ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

1 COMMENT

  1. سکاټ مېلر -ول خوري او درواغ وایي. که دوی په رښتیا وغواړي چې په افغانستان کې سوله تأمین شي، بیا نو طالبان او د هغوی باداران څه حیثیت لري چې سوله ونکړي. دا ډېر منافق خلک دي. دا خلک ورته انسانان نه ښکاري او غواړي چې طالبانو ته د قدرت په سپارلو سره دا خلک نور هم په تیارو کې غرق او جزایي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب