شک د دوه زړه توب مانا لري، یا هم د باور او یقین پر خلاف د انسان ناارادي فطري قوه ده. په شرعي لحاظ د شک او تجسس په اړه زموږ پر ټولنه د نوي معاصر معرفت پر خلاف باورونه حاکم دی. یعنې په دیني مواردو او اعتقاداتو کې شک یو مردود او حتی د بېدینۍ تر کچې خطرناک بلل شوی دی. شک باید د معاصرې سایکالوژۍ له مخې علمي تشریح شي او له دین سره یې د ټکر پر ځای اړوندوالی رامنځته شي. د دې مانا دا نده، چې عمداً پراعتقادي مسایلو شک کېدونکی دی. شک ناارادي دی.
دا ادعا غلطه ده، چې یو څوک پر اعتقادي مسایلو شک وکړي کافر بالله دی. شک کول کېږي نه، بلکې شک نا ارادي کېږي. نااراتاً څنګه یو څوک کافر کېدای شي؟ هیله لرم، دا خبرې نورې هم توضیح او ساده کړم. د شکاکیت فلسفه کې دا خورا اهمه نقطه ده، چې شک ناارادي دی. هر هغه دیني عالم چې شک کفر او بېدینۍ ته نږدې بولې پدې اړه باید واضح دلایل ولري. ایا د تردد دفعې لپاره انسان کومه داسې وسیله لري، چې په ارادي توګه تردد دفعه کړای شي؟ تر کومه چې موږ دیني مطالعات کړي دي، د شک او تردد په اړه یوازې د دین متحصصینو او دینپوهانو له شکه خدای ته د فنا وړلو ویلي دي؛ مطلب دا چې د دین له ادرسه د شک او تردد مسله د دین د متخصصیونو ترمځ لاینحل ده. مانا شک کول د دیني متن څېړونکو یا د دینپوهانو سترې کتلې چې د دین د روح او د متن د شننې په اړه خورا سطحي برداشت لري کفر بللی دی.
د ښوونځي دوران کې د جومات یو مشهور مولوي د قران ترجمه کوله، د منافقینو په اړه یې ویل، چې په اسفل السافلین کې به اوسېږي؛ منافقین هغه څوک دي، چې په عقیدوي مسایلو کې شک ورلوېږي. ددې مسلې په اورېدو مې وجود ولړزېد او خپل ځان راته منافق وه اېسده، خدايي چې شي بې کچې وورېدم. لدې وروسته سخت سرګردان وم، فکر رالوېده، چې خدایه مه کړې عقیده دې له لاسه وتې.
یو وخت یو ملګري سره پر عقیدوي مسایلو بحث راغی، راته وايي”:ځینې وخت ځان راته کافر اېسي او له خدایه سخت ډارېږم، فکر کوم بې عقیدې یم” اوس چې دا مسله زما لپاره حل وه، نو مې په ډاډه زړه خپل ملګري ته قناعت کوونکي ځواب ویلی شوای.
ورغبرګه مې کړه، ستونزه څه ده او ولې دغسې انګېرې چې ګواکي بېعقیدې یې؟ راته وايي، ډېری دیني او عقیدې مسایل زما له ذهن سره په ټکر کې راځي او بیا ځورېږم، فکر کوم، چې ګواکي خدای به هدایت نه وي درته کړی.
اصلا دا مسله تقریباً د ټولو انسانانو ترمنځ مشترکه ده، په لویه کې هر انسان فطراتا متجسس او شکاک دی، خصوصا په ماشومتوب کې دغه قوه خورا قوي وي، کله چې پر فرد ټولنیز جبر حاکم شي، یانې د اړوند ټولنې مفکوره او باورونه ورته ترزیق شي د شک او تجسس قوه پکې کمزروې شي یا ورکه شي؛ ګني دا قوه ناارادي ده او ناارادیتوب هېڅکله کفر ندی.
تردد ولې کفر ندی؟
یو وخت مې یو ځوان سره پردې بحث و، ما ویل دا مسله تاته څنګه واضح ده، چې که شک درولوېد، کافر کېږې، مستقیما یې راځواب کړه، چې خدای په قرآن کې فرمايي: ذالک الکتاب لاریب فیه
ځواب مې نه درلود، خو زما سوال دا و، چې شک خو ناراداي دی، نو بیا ناارادتاً څنګه څوک کافر کېدای شي؟
خدای(ج) په قرآن کې فرمايي، یقینا پدې کتاب کې شک نشته دی، دا د قرآن ادعا ده، مطلب قرآن داسې ندي ویلي، که چاته شک ورولوېد کافر دی، له بده مرغه چې پر موږ د شک په اړه همداسې عقیده حاکمه ده، که چا شک وکړ، کافر دی. پداسې حال کې چې شک ناارادي دی او ټول انسانان یې کوي؛ دا چې غیر فلورالېسټي سنتي او خطرناکو مذهبي ټولنو کې هر ډول انسانان خپل فکر نشي بیانولی بېل بحث دی؛ خو دا د هرې ټولنې یو عیني واقعیت دی، چې د انسانانو لویه کتله د حاکمو باورونو او عقایدو پر وړاندې متجسس او پلټونکی فکر لري او شک ورلوېږي.
موسی کلیم الله ولې غوښتل د زړه د تسکین لپاره خدای په خپلو سترګو وګوري؟
د شک د نارادي توب او دا چې شک کفر نه دی، ډېری دیني روایات لرو، چې استناد ورباندې کېدای شي.
په دیني متونو کې د ابراهیم(ع) په اړه داسې روایات راغلي دي، کله هغه لمر ولېد وبه یې ویل، ممکن دا خدای وي؛ خو کله چې ډوب شو، د ابراهیم(ع) استدلال دا و، چې خدای باید محوه نشي نو یې وویل، نه؛ لمر خدای نهدی. د سپوږمۍ په او نورو اشیاو په اړه هم دغسې.
یو بل دیني روایت کې راځي، چې ابراهیم(ع) وویل، خدایه تا دا مرغان څنګه خلق کړي؟ خدای ورته وویل، ایا ته د خدای پر قدرت عقیده نه لرې؟ د ابراهیم(ع) ځواب دا و، چې یوازې د زړه د تسکین په خاطر دا وایم. خدای ورته وویل، چې ته څو مختلف مرغان ونیسه، ویې وژنه او بیا یې یو هاونګ کې میده کړه، غوښې سره ګډې وډې کړه، بیا دا غوښې واخله د مختلفو غرونو پر سرونو یې کېږده، ابراهیم(ع) همداسې وکړل، خدای له همغو ګډووډو غوښو هماغه مرغان ورته خلق او مخې ته یې راوستل.
پیامبرعلیه السلام خپلو اصحابو ته وخت ناوخت معجزې ور ښوولې، یا اصحابو کرامو ورڅخه پوښتل.
دا ټول هغه څه دي، چې د شک او تجسس مسله واضح پکې تشریح ده.
له بده مرغه د دیني متن په تفسیر او برداشت کې تردد مطلق کفر بلل شوی، د ایران اخوندان یې ځکه رواني ناروغي بولي، چې له متعتزلهو یا اسلامي عقلګرایانو سره ستونزه لري، شک او تردد نه یوازې دا چې رواني ناروغي نده، بلکې رشنلېسټان اسلاف شک عقلانیت او د انسان نجات ګڼي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د دیني متن شننوکي داسې عقیدوي مواد تولید او ترزیقوي، چې کلک مذهبي انسانان ټولنې ته ستر سرخوږی ګرځي.
له معاصر علم او دنیا ناخبره دیني عالمان فولادي عقیدې ترزیقوي، دومره کلکې چې فکر کوې آن نعوذباالله تر پیغامبرانو قوي عقیدې لري. عقیده چې فولادي شوه، علمي او عقلاني عقیده نده، نه هم خدای ته دا وړ وحشي عقیده منظوره ده، چې ټولنه کې د سردردي، د نورو انسانانو د ځورونې یا هم افراطیت لامل وګرځي.
ایا شک غیر ارادی دی؟ دا نده ثابته شوی. که ما څوک ټیل وهی او د هغه له کبله بیا څوک ژوبل سی نو هغه غیر ارادی بللی سوای. مګر دا چه زمونږ په زهن کی وسوسه پیدا سی نو هغه خو ذهنی خبره ده، او اراده بیا هلته ویلای سو چه اراده او عمل سره یوځای پیښ سی. دوی شاید د وسوسی او شک په مینځ کی فرق نوی کړی. لیکونکی د دی ټکی واضحکولو ته ضرورت لری.
وسوسه او بیا په هغه باندی عمل یعنی د وسوسی د ورکولو لپاره هیڅ اقدام نکول د عقیدی دښمن دی. که وسوسه اوږده سی نو هغه شک ته راتلای سی. شک هغه حالت دی چه د یو څه په وجود او نه وجود باندی معتقد وی. دا په دی معنی چه د شکاک په عقیده د یو څه د نه وجود امکان سته. مثلا، زه د سید جمال الدین په افغانیوب باندی شکمن یم. دا دا معنی لری چه ۵۰ فیصده هغه ایرانی بولم. نو ځکه زما عقیده کامله نده. او د اسلامی عقیدی په لحاظ که دا ووایو ، نو العیاذ بالله زما ایمان نیمګړی دی.
تنها نیمګړی ایمان شخصی خبره ده، او که په هغه باندی عمل ونسی نو بیا به یی الله تعالی ته پریږدو. مګر ویره دا ده هغه شک ته ورسیږی او د شک په بنا به نوری دینی فریضی پریږدی، ځکه فریضه هلته اجراء کیږی کله چه یو څوک په هغه کلکه عقیده ولری.
لیکونکی له خپلو مقدمو نه سمه نتیجه نده اخیستی. دوی باید ویلی وای چه کله وسوسه پیدا سی نو د هغی د ورکولو لپاره کار وکړی. مسلمان اقلا باید خپلی عقیدی ته ترجیح ورکړی او د هغی په خلاف وسوسی د علم له لیاری له ذهن نه وباسی. همدا کار ابراهیم ع او موسی ع کړی وو. په اسلام کی خبره دا ده چه دشک په وخت کی باید د علم له خاوندانو نه پوښتنه وکړی.
د لیکونکی لیکنه دا بریښوی چه دوی شکاکیت ته اجازه ورکوی او هغه کسانو چه پدی هکله سخت دریځ نیولی هغه په بیعلمی باندی متهمه وی، وحشی یی بولی او افراطیان. زه خبر نه یم چه لیکونکی معتقد مسلمان دی او که بیدینه اسلامپوه. د مسلمان لیکنه باید د غربی بیدینه اسلامپوهانو په څیر نه وی چه په خپل فکر مستکبر او په نورو د ناپوهی حکم زر کوی. هغوی تبلیغاتی لیکنی کوی او هغه سپک ټکی چه لیکی هغه د سیکالوجی په اساس ده ته مهم وی نه د اسلامی موضع تحلیل. مسلمان و لو که په استعماری تعلیمی موسسه کی زدکړه کوی باید د اعتراض ادب وساتی او د یوه اکادمیک په توګه خپل نظر څرګند کړی.
ښاغلیه تاسو وایاست چې ذهن کې وسوسه راځي، وسوسه او شک څه توپیر لري؟ وسوسه تاسو ته د یو مردود مفهوم په څیر ترزیق شوې ده؛ ګني تردد او وسوسه یو مفهوم لري. شک څرګنده خبره ده ناارادي دی، دا چې ستا ذهن کې مختلفې وسوسې ګرځېدلې خو په خوله یې نشې ویلی، یا د ایمان خوف دی یا د ټولنې جبر دی.
تاسو خپله اعتراف کړی چې شک ناارادي دی، وایې وسوسه ذهن ته راځي.
په ډېره لنډه توګه شک د انسان طبېعي غریزه ده او انسان په ثبوت پسې ګرځي، په دیني علومو کې څوک د شک حق نلري، هرڅه باید په قطعي توګه ومني او که نه یې مني د هغه دین د دایرې څخه ایستل کېږي او په ځینو ادیانو کې خو ان د مرتد په نوم وژل کېږي هم. په ساینسي او تجربي پوهې باندې ځکه شک نشي کېدای چې هرڅه د ثبوت پر بنسټ وړاندې کوي. په باوري او نطریاتي مسائلو باندې تر څو چې ثبوت و نه لري شک کول د هر ذهین انسان حق دی. اوس یوویشتمه پېړۍ ده او د ساینسي پوهې له برکته چې فزیک، کیمیا، بیالوژي او نور علوم دي، ډېر مسائل ثبوت او روښانه شوي او دا لړی لاهم پسې روانه ده.
وروره دوه ډوله خبره دې کړې یو ځل وایي شک فطري غریضه ده بیا وایې دیني مسایلو کې د شک حق څوک نه لري.
نو چې شک ناارادي شو، حق درلودل او نه درلود څه مفهوم افاده کوي؟