په هلمند کې د وروستیو سختو جګړو په پایله کې د امنیتي ځواکونو ډيرې پوستې د طالبانو لاسته ولویدې.
په همدې وخت کې په مجازي نړۍ کې داسې عکسونه هم خپاره شول، چې له مخې یې سیمه ییز خلک د هماغه سقوط شویو پوستو په چور او تالان لګیا و.
دغه عکسونو ډير غبرګونونه را وپارول، ډيرې لیکنې پرې وشوې، آن تر دې چې د همدې کسانو په خاطر ټول هلمند او هلمندیانو ته سپکاوی وشو او د همدې عمل پیغورونه ورته ورکړل شول.
له دې موضوع څخه لا څو ورځې نه دي تیرې شوې چې د پژواک خبرې اژانس په فیسبوک پاڼه لاندې متن خپور شو:
( دا د کابل – کندهار پر لويه لاره د میدا وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند په بادام سیمه کې د ملي اردو پوسته چې د خلکو لخوا يې جالونه او وسايل وړل کېږي.
ويل کيږي، چې وسله والو طالبانو دغه پوستې دوه ورځې مخکې نيولې وې او اوس هلته په اندړو او بادام سیمو کې طالبان د کابل کندهار پر لویه لار وړلاړ دي او موټر تالاشي کوي.)
پاس متن سره هغه عکسونه هم خپاره شوي و، چې له مخې یې عام خلک د ملي پوځ پوستې چوروي.
د همدې متن په خپرولو سره بیا هم د خلکو له خوا ټول وردګ او د وردګو خلک تر برید لاندې راغلل او بیا هم کټ مټ لکه هلمند سخت پیغورونه ورته ورکړل شول.
طبعي ده چې ټول او په ځانګړې توګه ویښ او روڼ اندي وطنوال ددغسې عمل مخالف دي، خو غبرګون باید په څه ډول وي؟ ایا یوازې همدغه خلک دغسې ناتاره او شرموونکی عمل ترسره کوي؟/ ترسره یې کړ؟
که په ټول افغانستان کې د ورانۍ همدغسې چانسونه نورو ته برابر شي، هغوی به دا کار ونه کړي؟/ نه یې دی کړی؟
ګورئ!
د تیر جهاد پیل هم له مکتبونو او په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د ټلیفون له کیبلونو پیل شو. کله چې د مجاهدینو په نوم د حکومت مخالفین له غرونو ښکته شول، لومړی برید یې په ښوونځي او تلیفون وکړ، چې په دې پروسه کې د افغانستان ټول ولایتونه او ولسوالۍ شاملې وې.
ټولو په ګډه د پردیو په لمسون خپل د هېواد بنسټونه ړنګ کړل، ټول تجهیزات یې ورته چور کړل او په ډير افتخار سره یې بیا پرې د جهاد نوم کیښوده.
دا خبرې خو به درواغ نه وي؟
که ددې موضوع د ثبوت لپاره ددې څلویښت کلن تاریخ هره پاڼه واړو او یا له یو هر مشر سړي څخه پوښتنه وکړو، هر څه راته وایي، په دې اړه هیڅ وضاحت ته اړتیا نشته.
اوس راځو دیته چې په حکومت کې دننه سیاستوال، مدیران، رهبران، مامورین او چارواکي مو په څه حال دي او تر کومې کچې په فساد کې غرق دي، بیا به همدغه خلک د پوستو د چورتالان او د هلمند او وردګو له عامو وګړو سره پرتله کړو، چې توپیر په کې شته او کنه؟
په هلمند او میدان ورګو کې د پوستو د چوروونکو او د هغه کسانو تر منځ څه فرق دی چې په میز ناست د خلکو قانوني کار ځنډوي تر څو فساد ته زمینه مساعده شي او له خلکو څخه رشوت واخلي؟
چې هرې ادارې ته ولاړ شې فساد په کې بغارې وهي، هیڅوک نشته چې مخه یې ونیسي، سم چور او تالان روان دی هغه هم په ښکاره ډول.
دلته چې هر چاته زمینه مساعده شوه او د هر چا لاس بر شو، نوره صرفه نه کوي، ټول په همدې فکر کې دي، چې په څه او یا په کوم ډول خپل جیبونه ډک کړي. نور نو نه څوک د نظام په کیسه کې دي او نه چاسره د وطن او ولس غم شته.
که کوم کس هم په کې پیدا شي، هغه هم منزوي او په کمزوري حالت کې د روان مفسد او شرموونکي حالت څخه له رنځ وړي، چې له دې پرته بله چاره هم نه لري.
نو خبره دا ده، چې په تقریبا دوه لسیزو کې په فکري او شعوري توګه د ولس د فکرونو او اذهانو د روښانتیا لپاره هیڅ نه دي شوي، که شوی وی نو نن به مو له دومره لویو مصارفو سره سره دغسې وحشي عمل نه وی لیدلی.
که اوس هم په دې لړزیدلي نظام کې شته او مسول چارواکي په ځان رانه شي، له سره فکر ونه کړي، د ولس او وطن له اصلي نبض څخه ځان خبر نه کړي او ولسمشر ته دا هر څه د یو عیني واقعیت په توګه ونه وایي، باوري ووسئ، چې ملک به مو یو ځل بیا په تیارو کې ډوب شي.
نا امیدي نه ده پکار، خو دښمن یو ځال بیا د ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو او له هغې څخه وروسته حالت خوبونه ویني، هغسې حالت چې قلم او عقل یې له تشریح څخه عاجز دی.
په هر صورت، موږ باید د خندا او پیغور پر ځای په دې تمرکز وکړو، چې په کوم ډول خپل خلک پوه او دیته متوجه کړو، چې له دغسې کړنو او د عامه شتمنیو له لوټلو څخه ډډه وکړي او دا ورته وپوهول شي، چې د کباړو په نرخ د عامه شتمینو پلورل یې هیواد او ټولنې ته څومره زیان لري.
دا نو د حکومت او ولس ګډ مسولیت دی چې په سیستماتیک ډول خپلو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
که یې او که یې نه منو، خو حقیقت همدا دی چې په سترګو یې وینو او هغه هم د عامه شتمنیو پر وړاندې د ولس او مفسدو چارواکو د مسولیت نه حساس دی.