چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeداسې هم شتهپاکستان پر ټیک ټاک بندیز لغوه کړ

پاکستان پر ټیک ټاک بندیز لغوه کړ

تاند- پاکستان د ټیک ټاک د بندیز پرېکړه بېرته واخیسته.

د دغه هیواد حکومت پر ټیک ټاک د دې لپاره بندیز لګولی و چې غیراخلاقي ویدیوګانې خپروي خو د دغه هیواد د عامه اړیکو ادارې اعلان وکړ چې حکومت خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده.

ټیک ټاک چینايي اپلیکېشن دی او پاکستنان له چین سره نژدې اړیکې لري.

ټیک ټاک په پاکستان کې ډېر زیات پلویان لري او راپورونه ښيي چې ۴۳ ملیونه پاکستانیان د ټیک ټاک کاروونکي دي.

پاکستان د هغو ویدیوګانو او ټولنیزو رسنیو په سانسور کې ډېر مخکې دی چې سیاسي موضوعات خپروي.

دا هیواد د فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو د سیاسي مطالبو او دغه راز د کورنیو رسنیو د سانسور له پلوه په نړۍ کې درېم هیواد دی.

ظاهراً په پاکستان کې د بیان او مطبوعاتو ازادي ده خو پوځ او استخبارات یې پر رسنیو کلک کنټرول لري.

په تېرو کلونوکې د پاکستان هیڅ تلویزیون، ورځپاڼې او نورو رسنیو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو راپور خپور کړي.

په ډېرو مواردو کې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو په مهال انترنیټ قطع کاوه چې د فیسبوک له لارې خلک ترې خبر نه شي.

ټیک ټاک په روان ۲۰۲۰ م کال تر ۶ ملیونه ډېرې ویدیوګانې، چې د پاکستان د ادارو په خوښه برابرې نه وې، له خپل پلېټ فارم څخه لېرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی