Homeخبرونهتخارکې د طالبانو د تېرې شپې له برید نه ۳۷ جسدونه روغتون...

تخارکې د طالبانو د تېرې شپې له برید نه ۳۷ جسدونه روغتون ته لېږدول شوي

تاند ( چهارشنبه، دمیزان ۳۰) په تخار کې د طالبانو د تېرې شپې له خونړي برید ۳۷ جسدونه د تخار ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تېره شپه وسله والو طالبانو د تخار د بهارک ولسوالۍ په مسجد سفید کلي کې د دغه ولایت د امنیت پر آمر او ورسره ملو ساتونکو برید کړی دی.

د تخار عامې روغتیا رئيس سید عبدالله قیوم حیرت وايي چې له دې پېښې ۳۷ جسدونه او اته ټپیان ور وړل شوي دي.

حیرت زیاتوي په مړو کې ۱۰ تنه د ځانګړو ځواکونو سرتیري، ۱۰ تنه د ۹۹۹ قطعې سرتېري او ۱۷ نور يې ملي پولیس دي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو ځایي ادارې برید تایید کړی او د تلفاتو په اړه څه نه وایي.

دا خونړی برید داسې مهال کېږي چې ټول افغانان د جګړو د درېدو او سولې د راتګ غوښتنه کوي او نړیواله ټولنه هم د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کوي.

1 COMMENT

  1. لعنت دی پر طالبانو شی او بیا پر بی کفایته حکومت چی په دومره امکاناتو سره سره د یو څو جاهلو جګړه مارو مخه نشی نیولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...