چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني : طالبان د جګړو له لارې موخو ته نه شي رسېدلی

ولسمشرغني : طالبان د جګړو له لارې موخو ته نه شي رسېدلی

تاند ( چهارشنبه، دمیزان ۳۰) ولسمشرغني وایي طالبانو په وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر کړی او دا په دې مانا چې دوی پر تاوتریخوالي باوري دي او د جګړو له لارې موخو ته د رسېدو هڅه کوي.

نوموړي چې نن یې تر شپږ کاله ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره مکمله کابینه ولسي جرګې ته ور وپېژندله وویل، افغانان د سولې تږي دي خو طالبانو ثابته کړې چې دوی یوازې د جګړو له لارې موخو ته د رسېدو هڅه کوي او پر خپل روایت په فتح باوري دي.

نوموړي ویلي طالبان هېڅ وخت پر خپل رامنځ ته کړي روایت بریا ته نه شي رسېدلی بلکې د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار مذاکراتو ته ادامه ورکول او د تاوتریخوالي کمول دي.

غني دغه راز وویل چې افغانستان یوازې نه دی او طالبان دې دا خوبونه هېر کړي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به خپلو اهدافو ته ورسېږي.

د ده په وینا نړیواله ټولنه او د افغانستان ستراتيژیک ملګري شته تړونونو ته ژمن دي او په افغانستان کې د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو په ساتلو کې پوره همکاري کوي.

له دې وړاندې سکاټ مېلر هم ویلي وو چې طالبان هڅه کوي څو د بهرنیانو تر وتلو د سولې خبرې وځنډوي.

https://taand.net/%d8%b3%da%a9%d8%a7%d9%bc-%d9%85%db%90%d9%84%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%87%da%85%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%8a-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d8%aa%db%90%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی