شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې یوه کس د ۱۳ سوه میلیون ډالرو لاټرۍ وګټله

په امریکا کې یوه کس د ۱۳ سوه میلیون ډالرو لاټرۍ وګټله

تاند (چهارشنبه، د حمل ۸ مه) په امریکا کې یوه بختور د ۱۳ سوه میلیون ‌ډالرو لاټرۍ وګټله. د معمول په څېر د ګټونکي نوم پټ ساتل شوی.

د دې لاټرۍ پیسې په دې خاطر یو میلیارد او ۳ سوه میلیون ډالرو ته زیاتې شوې وې چې د تېر کال د دسمبر له میاشتې را په دې خوا هیچا ته لاټرۍ نه وه وتلې.

د امریکا میګا لاټرۍ په اوونۍ کې دوه ځلې اعلانیږي خو که لومړۍ یا تر ټولو لوړه لاټرۍ څوک ونه ګټي، بلې قرعه کشۍ ته ځنډول کېږي او په دې توګه یې د پیسو اندازه هم ډیریږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د میګا لاټرۍ مسوولان وايي، د ۱۳ سوه میلیون ډالرو لاټرۍ ټکټ د نیوجرسي ایالت په یوه بار کې پلورل شوی و او جایزه یې د سې شنبې په ماښام اعلان شوه.

دا د امریکا د لاټرۍ په تاریخ کې پنځمه لویه جایزه ده. ګټونکی ۱۳ سوه میلیون ډالره یا باید په ۲۹ کلونو کې د قسط په ډول ترلاسه کړي او یا باید ۵۳۷ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالر مالیه ورکړي او نورې نغدې ترلاسه کړي.

د امریکا په تاریخ کې د لاټرۍ تر ټولو لویه جایزه ۲ میلیارده او ۴۰۰ میلیون ډالره وه چې دوه کاله پخوا په کلیفورنیا کې یو چا وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب