شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهزابل کې مرګونې ترافیکي پېښه

زابل کې مرګونې ترافیکي پېښه

تاند (چهارشنبه، د حمل ۸ مه) د  زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د تازې رباط په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنيې قومندانۍ طالب وياند ذبيح الله جوهر وویل چې پېښه د شاجوی ولسوالۍ اړوند د تازې رباط سیمه کې د ټېلر او بس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې یو کس مړ شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

جوهر زیاته کړه چې د طالبانو ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدو سره سم ټپیان شاجوی ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نوموړي د پېښې د لامل په تړاو څه ونه ویل خو له دې وړاندې مسوولینو دې ته د ورته پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب