شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان پر چینايي اتباعو حمله د ټي ټي پي کار وباله

پاکستان پر چینايي اتباعو حمله د ټي ټي پي کار وباله

تاند (چهارشنبه، د حمل ۷ مه) په پاکستان کې د پنځو چینايي انجینیرانو له وژل کېدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تور پورې کړ چې دا برید ټي ټي پی کړی او دا ډله په افغانستان کې پناهځایونه لري.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز بلوچ پرون ناوخته د افغانستان له واکمنو طالبانو یو وار بیا وغوښتل چې د ټي ټي پی مشران، چې د دغه وزارت په ادعا په افغانستان کې پټ دي، پاکستان ته وسپاري.

دا په داسي حال کې ده چې ټي ټي پي پر چینايي اتباعو په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړل او ویې ویل، یوازې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

دې ډلې د پاکستان د فبرورۍ د اتمې نېټې د انتخاباتو په درشل کې هم اعلان کړی و چې له انتخاباتي کاندیدانو او کمپاینونو سره کار نه لري.

د ټي ټي پي ویندوی محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«زموږ هدفونه د ورځې په شان راڼه دي، یوازې امنیتي ځواکونه او د هغو جاسوسان په نښه کوو.»

پرون په شانګله سیمه کې پنځه چینايي انجینیران او د هغو موټر چلوونکی په یوه انتحاری برید کې ووژل شول.

له بلې خوا د افغانستان د طالبانو حکومت په شانګله کې د چینايي انجینیرانو پر وژل کېدو خواشیني ښوولې او د دې ډول پېښو هدف یې د سیمه ییزې همکارۍ کمزوره کول وبلل.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د خپل هیواد (اج) تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې اسلام اباد د افغانستان د طالبانو حکومت ته شواهد وړاندې کړي چې د حافظ ګل بهادر ډلې په پاکستان کې بریدونه کړي دي.

دې دا هم وویل چې له طالبانو سره د هغو کسانو په اړه هم خبرې کوي چې د دوی په حکومت کې شامل دي او د پاکستان خلاف دي.

اغلې بلوچ ونه ویل چې دا کسان څوک دي.

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په ضمني ډول ویلي وو چې د طالبانو په حکومت کې ځینې کسان د پاکستان مخالف دي او د دوی د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.

طالبانو په ځلونو د پاکستان دا تور رد کړی چې ګنې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر ضد کارول کېږي. طالبانو له پاکستانه غوښتي چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپل هیواد کې دننه حل کړي.

1 COMMENT

  1. افغانستان هم دا حق لري چې له پنجابه شهباز شریف ، د فوج مشران او د خواجه سرا آصف په شان کسان چې د افغانستان مخالف دي ، خبرې وکړي او که امکان ولري ، له کاره لرې شي . داسې کسان دافغانستان او پنجاب د ګاونډیتوب د اصولو سره مخالفت لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب