یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهچهارشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

چهارشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

(د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تازه کېږي)

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف افغانستان «د ټولو ترهګریزو پیښو» سرچینه وباله.
 
خواجه اصف دا ادعا نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه کې کړې ده.
خواجه اصف تېر ځل هم چې د پاکستان دفاع وزیر و، د بهرنیو چارو وزیر دنده یې اجرا کوله او عموماً یې پر افغانستان تورونه پورې کول خو کله چې له وزارته لیري شو، او اپوزیسیون ته لاړ، د هماغه مهال حکومت یې له افغانستان سره د اړیکو په خرابولو توراناوه.
نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په خپله خاوره کې د وسله والو له “پټنځایونو خبر دی او د هغو لاس یې خلاص پرې ایښی چې پر پاکستان بریدونه کوي.
اصف دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې په پاکستان کې ۵ چینايي انجینیران ووژل شول. دې پېښې د امنیت په برخه کې د پاکستان د حکومت پر وړتیاوو شکونه نور هم زیات کړل.
———————

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ورښت او واورې د اورېدو وړاندوینه کړې ده. دې ادارې اټکل کړی چې د شدیدو ورښتونو په نتیجه کې په ځینو ځایونو کې سیلونه هم ممکن وبهیږي. بدخشان، تخار، کندز، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، سرپل، سمنکان، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردک، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر او کابل هغه ولایتونه دي چې د ورښتونو اټکل پکې شوی دی. 

————

د مکسیکو د مهاجرت ملي اداره وايي، په تېرو ۵ کلونو کې دغه هیواد ته تر ۱۳ میلیونه او ۴۰۰ زره ډېر کډوال په غیرقانوني لارو ورغلي څو له مکسیکو څخه په خورا خطرناکو لارو ځانونه د امریکا متحدو ایالتونو ته ورسوي.

د مکسیکو د مهاجرت د ملي ادارې د معلوماتو پر اساس، دغه هیواد ته په متوسط ډول د ورځې ۷ زره ۱۰۰ تنه، چې د میاشتې ۲۱۴ زره ۱۶۱ تنه کېږي، د لاتیني امریکا له هیوادونو په غیرقانوني ډول ورځي څو له دې هیواده امریکا ته لاړ شي.

دا په داسي حال کې ده چې د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او ایم) د تېر کال په سپټمبر کې د مکسیکو او امریکا ترمنځ پوله د نړۍ د مځکني مهاجرت تر ټولو خطرناکه لار وبلله او ویې ویل چې په ۲۰۲۲ کې په دې لاره تر ۶۸۶ زیات پناه غوښتونکي وژل شوي یا بې درکه شوي دي.

———————

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون (سې شنبې) د ترکیې د یوه استخباراتي چارواکي په قول وویل چې دغو دوو تنو د مسکو په لمنه کې د کنسرت پر هال تر حملې څو اوونۍ وړاندې یوه موده د ترکیې په استانبول کې تېره کړې وه.

ترکیې په وروستیو کې د داعش د غړیو د نیولو لپاره عملیات چټک کړي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پرون (سې شنبې) د داعش د غړیتوب په تور د ۱۴۷ تنو د نیونې خبر ورکړ.

علي یرلي کایا پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا کسان د ترکیې په ۳۰ ښارونو کې په جلا جلا عملیاتوکې نیول شوي دي.

ده د نیول شویو کسانو د ملیت او هویت یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې د نیول شویو کسانو له هستوګنځایونو څخه یو شمېر اسناد ترلاسه شوي دي.

——————–

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویندوی وايي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له ایران او پاکستان څخه تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت ویندوی عبدالملطب حقاني د ایران ایرنا خبري اژانس ته وویل، د یو نیم میلیون بېرته راستنو شویو کډوالو په منځ کې تر ۸۰۰ زره ډېر له ایران څخه او څه باندې ۷۰۰ زره له پاکستان څخه په زور راایستل شوي دي.

—————–

ټي ټي پي په پاکستان کې د چینايي انجینیرانو په وژلو کې لاس لرل رد کړل.

ټي ټي پي ویلي چې یوازې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

دې ډلې د پاکستان د فبرورۍ د اتمې نېټې دانتخاباتو په درشل کې هم اعلان کړی و چې له انتخاباتي کاندیدانو او کمپاینونو سره کار نه لري.

د ټي ټي پي ویندوی محمدخراساني په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«زموږ هدفونه د ورځې په شان راڼه دي، یوازې امنیتي ځواکونه او د هغو جاسوسان په نښه کوو.»

پرون پنځه چینايي انجینیران او د هغو موټرچلوونکی په یوه انتحاری برید کې ووژل شول.

—————-

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وايي چې د ده د پلار هستوګنځای لانجمن نه و او دفاع وزیر ملایعقوب هم له دغه هستوګنځي د حکمتیار د ایستلو مخالف و.

حبیب الرحمان حکمتیار پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو په حکومت کې یوازې څو زوړپالي شته چې هر کار کوي.

پرون د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي و:

«د حکمتیار صاحب په ارتباط په رسنیو کې خپاره شوي افواهات سم نه وو. حکمتیار صاحب د هېواد یو جهادي شخصیت دی، خو داچې د هغه د اوسیدو پخوانی ځای متنازع فیه وو، پریکړه وشوه چې هغه یو مناسب ځای وه اوسیږي. نور یې په وړاندې هيڅ اقدام ندی شوی، عزت، وقار او حیثیت یې پخپل ځای دی.»

—————–

امریکا وايي، د ایران او پاکستان د ګازو د نللیکې ملاتړ نه کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت له ویندوی متیو میلر څخه پرون (سې شنبې) وپوښتل شول چې پاکستان غواړي چې له ایران څخه د ګازو د واردولو لپاره پایپ لاین جوړ کړي خو ایران چې له بندیزونو سره مخامخ دی، ایا د پاکستان غوښتنه به په دې برخه کې ومني؟

میلر وویل امریکا د دې پایپ لاین ملاتړ نه کوي.

پاکستان غوښتنه کړې چې امریکا دې دا پروژه استثنا وګرځوي.

د ایران او پاکستان د نللیکې د جوړېدو په صورت کې د ټاپي (د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډ پایپ لاین) اهمیت کمېږي.

1 COMMENT

  1. Self service نغارهچی ، ګواښمنه دشپږم ټولګی زده کوونکې پلاستیکی دېپلوماته دکرزی کاسه لیسه دپارلمان کتلیسته شکریه نیوکې لری فراموش نکنید که …..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب