شنبه, اپریل 27, 2024
Home+خبر یاست دا حوض څومره ګټي؟

خبر یاست دا حوض څومره ګټي؟

تاند- د ایټالیا په پلازمېنه روم کې دا حوض تروي نومېږي او له ډېر پخوا څخه سیلانیان ماتې پیسې پکې اچوي.

دا فواره لرونکی حوض د ۱۷۳۲ او ۱۷۶۲ م کالونو ترمنځ جوړ شوی دی او اوس د روم په یوه مهم سمبول بدل شوی.

دا حوض د نیکولا سالوی په نوم کس جوړ کړی. په هغه کې د سیندونو د الهې ستانوس د مجسمې په شمول څو ښکلې مجسمې شته.

سیلانیان په داسي حال کې چې حوض او مجسمو ته یې شا اړولي وي، په ښي لاس د کیڼې اوږې له لورې شا ته سکه غورځوي چې په اوبو کې ولوېږي. دوی دې حوض ته د سکو اچول ښه شاګوم ګڼي.

دا دود وروسته له هغه لا ډیر شو چې مشهور ایټالیايي ‌ډایرکټر فدریکو فلیني په ۱۹۵۴ کې د «خوږ ژوند» په نوم فلم جوړ کړ او په یوه صحنه کې دا فوراه ښيي.

د روم ښاروالي یوه ځانګړې ډله ګومارلې چې دا سکې راوباسي او پر بېوزلو یې ولګوي.

د ورځې شاوخوا ۲ زره یورو دې اوبو ته لوږیږي چې په کال کې یو نیم میلیون یورو ته رسیږي.

روم ته په کال کې ۲۱ میلیونه سیلانیان ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب