یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستو د بهیر د...

پاکستان کې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستو د بهیر د چمتووالي پیل

تاند (چهارشنبه، د حمل ۸ مه) له پاکستان څخه راپورونه وايي چې دغه هېواد د استوګنې د اسناد لرونکو افغانانو د ایستو د تازه بهیر د پيل لپاره چمتووالی پيل کړی.

په پښتونخوا کې یوه پاکستاني مقام فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي، دوی پلان لري د کمکي اختر له رارسېدو مخکې د قانوني اسنادو د لرونکو په ګډون په دې هېواد کې د دېره افغانانو اړوند معلومات ثبت کړي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو یوه چارواکي هم فرانسپرس ته ویلي دي چې که څه هم حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د نوي پړاو په اړه وروستۍ پرېکړه تراوسه نه ده کړې، خو پولیسو لا دمخه په دې اړه اقدامات پیل کړي دي.

د هغه په وینا، مرکزي حکومت نه یوازې په پاکستان کې د دېره قانوني افغانانو د معلوماتو د ثبتولو لارښوونه کړې؛ بلکې د هغو د استوګنې په اړه دقیق جزییات غواړي.

تر دې مخکې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو او سرچینو هم له اختر وروسته د افغان کډوالو د ایستو د نوي بهیر د پيل خبر ورکړی و.
د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر سازمانونو له پاکستان څخه د دې بهیر د ځندولو غوښتنه کړې، خو پاکستان هم مخکې او هم اوس د دغو غوښتنو منلو ته شین څراغ نه دی ښودلی.
د طالبانو د رژیم استخباراتي ادارې ته منسوبې وېب پاڼې( المرساد) په یوه تازه لیکنه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستو تر شا پاکستان د طالب رژیم د ناکامولو نیت لري، خو د طالب رسنۍ په ادعا پاکستان په دې برخه کې د طالبانو خلاف نه دی بریالی شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه افغانستان ته په زوره شړل شوي سلګونه زره افغانان له سختو شرایطو شکایت لري او واکمن رژیم ورته په نه رسېدګۍ تورنوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب