شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهله برېتانوي وزیره په افغانستان کې د ځواکونو د جنایت د ادعا...

له برېتانوي وزیره په افغانستان کې د ځواکونو د جنایت د ادعا په اړه یې اسناد غوښتل شوي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۸ مه) د برېټانیا د کابینې وزیر جاني مرسر ته چې د خپل هېواد ځواکونه یې په افغانستان کې پر جنګي جنایت تورن کړي وو، د ثبوت وړاندې کولو په موخه لس ورځې وخت ورکړل شوی دی.

جاني مرسر، تېره میاشت وویل: د برېتانیا ځواکونه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي وو.

هغه په دې اړه خپلې سرچینې او نور جزییات نه وو روښانه کړي.

جاني مرسر له دې امله د محکمې سختو نیوکو سره مخ شوی و.

اوس محکمې هغه ته ۱۰ ورځې وخت ورکړی، چې په دې تړاو خپل اسناد وړاندې کړي.

 په افغانستان کې د ماموریت پر مهال په جنګي جنایتونو د برېتانوي ځواکونو تورنیدل نوې خبره نه ده؛ تر دې وړاندې هم بېلابېلو رسنیو او خپله پخوانیو برېتانوي بوځي چارواکو په دې اړه څرګندونې کړې وې، خو دا قضیه سمه روښانه شوې نه ده.

د طالبانو رژیم څه موده مخکې وړاندې په دې تړاو د راپورونو له خپریدو وروسته، له برېتانیا او نړیوالې محکمې غوښتي وو چې دا راپورونه مستند او عاملان یې محاکمه کړي.ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب