شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ملګری| شهزاده شهیر

ملګری| شهزاده شهیر

له غوږ څخه یې قلم راواخیست. په تخته یې خط کش کړ، تخته یې پر میز کېښوده، اره یې راواخیسته، په ما یې سترګې ولګېدې، د دوکان مخې ته یې څو دروازې، کړکۍ، میزونه … ایښي وو. ما کړکیو کې سترګې ښخې کړې، له دوکانه راته غږ وشو، دننه راشه وروره ! له روغبړ وروسته مې ورته وویل ستا یو ملګري دا آدرس راکړی و. نجار حیران شو ویې ویل کوم ملګری مې ښیې؟ ما ورته وویل لومړی ته راته یوه ښکلې کړکۍ جوړه کړه چې بیه یې هم مناسبه وي، بیا دې ملګری درته ښيم.

له خبرو وروسته په یوه مناسبه بیه جوړ شو. ترکاڼ راته وویل سمه ده، خو زما کوم ملګري دا آدرس درکړی و؟ ما وویل دا به یو راز وي، ستا ډېر نږدې ملګری دی، له هغه سره ستا وقار خوندي دی. په هر نېک کار دې ویاړي. خوشاله کېږي او نورو ته دې نېک، ژمن، وفادار انسان معرفي کوي.

ترکاڼ بیا ډېر ټينګار وکړ، ویې ویل دا مې کوم ملګری دی؟ د یو څو تنو نومونه یې هم راته واخیستل، ما ورته وویل هر وخت دې زما کار خلاص کړ، بیا یې درته وایم. اوس مې خپل فرمایش درکړ، په همدې خبرو سره د نجارۍ له دوکانه ووتم.

له ژمنې سره سم څو ورځې وروسته نجارۍ ته ورغلم. ډېره ښایسته کړکۍ یې راته جوړه کړې وه، نجار په تمه و چې د ملګري نوم یې واخلم، خو ما ځان ناګاره کړ. د ده مزد مې ورکړ، ډېره مننه مې ترې وکړه. کړکۍ مو زرنج کې بار کړه ، نجار بیا راپسې غږ وکړ، هغه زما د ملګري نوم دې وانخیست.

ما ورته وویل هغه دې یو راز وي، خو ده بیا ټینګار وکړ. ما ورته وویل هغه ستا اخلاص دی،

نجار په خپلې ږیرې لاس راتېر کړ، څو ټکني ټکني ګامونه یې واخیستل، په فکر کې ډوب شو. وروسته یې د خندا تمثیل وکړ، بیا یې راته وویل خدای په امان !

شهزاده شهیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب