پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د وزلوبې لیګ دویم پړاو د حوت په ۱۵ پيلېږي

د وزلوبې لیګ دویم پړاو د حوت په ۱۵ پيلېږي

په افغانستان کې د وزلوبې”بزکشۍ” لیګ دويم پړاو لوبې د روانې حوت میاشتې په ۱۵ نېټه پيلېږي.

د مسوولانو په خبره په دې لوبو کې د هېواد ۱۶ لوبډلې په خپلو کې سره سیالۍ کوي.

د افغانستان ملي تلوېزیون ویلي، د بزکشۍ له فدراسیون سره په همغږۍ یې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې او د وګړو د خوندیتوب پخاطر یې د وزلوبې لیګ سیالۍ لغوه کړې دي.

د دویم پړاو وزلوبې د قرعه کشۍ مراسم تېر ماښام ترسره شول.

د دې لوبو په (الف) ګروپ کې کندهار ، پنجشېر، او پروان له بدخشان سره لوبېږي ، په (ب) ګروپ کې بیا تخار له نورستا او کابل له لوګر سره په (ج) ګروپ کې بامیان له سمنګان او کندز له ننګرهار سره لوبېږي او دغه راز  په ( د) ګروپ کې بیا بغلان له سرپل او بلخ له هرات ولایت سره لوبېږي.

د وزلوبۍ لومړی پړاو سیالۍ تېرکال د کورونا د خپرېدو له وېرې لغوه شوې.

وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې وزلوبه په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

وز لوبه خورا لګښتي، خو پخوا د بې وزلو، بزګرو او شپنو لوبه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...