سه شنبه, مې 21, 2024
Home+سرطان دوهمه زیاته وژونکې ناروغي ده

سرطان دوهمه زیاته وژونکې ناروغي ده

تاند- د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو پر اساس، سرطان د زړه له ناروغیو وروسته دوهمه زیاته وژونکې ناروغي ده.

د اټکل له مخې، په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې ۹ ملیونه او ۵ لکه انسانان په سرطان مړه شول چې د ورځې ۲۶ زره تنه کېږي او په بله معنا په هرو ۶ کسانو کې یو تن په سرطان مري.

په همدغه کال یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۶ لکه تنه په سرطان مړه شوي دي.

کوم سرطانونه ډېر وژونکي دي:

د سږو په سرطان په ۲۰۱۸ م کال یو ملیون او ۷۶ زره تنه مړه شوي.

د غټو کولمو په سرطان ۸ لکه ۶۲ تنه مړه شوي.

د معدې په سرطان ۷ لکه ۸۲ زره تنه مړه شوي.

د سینې په سرطان، چې عموماً ښځو ته پېښېږي، ۶ لکه ۲۷ زره مړه شوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر ټولو ډېر کسان د سږو، غټو کولمو، پانقراص، او سینو په سرطان مړه شوي دي.

پخوا په امریکا کې د پوستکي سرطان او ورڅخه مړینې هم زیاتې وې خو په وروستیو کلونو کې یو څه کمې شوې دي.

متخصصان وايي چې د ځینو لارو چارو خپلول د سرطاني ناروغیو مخه نیولی شي.

د دوی په وینا، د سیګرېټو څکول، خراب خواړه (لکه ډېر غوړ)، د فزیکي فعالیت کموالی او د سینې د سرطان په برخه کې نه حامله توب د سرطان د پیدا کېدو لوی عوامل دي.

د سرطان د درملنې لور ته د څېړونکو لوی ګام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب