شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کابل کې د کانګفو نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوي

کابل کې د کانګفو نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوي

تاند ( سه شنبه، د حوت ۵) په کابل کې د کانګفو کارن نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ روانې دي.

په دې سیالیو کې ۱۵۰ ورزشي لوبغاړو ګډون کړی دی.

مسوولان وایي یاد شمېر لوبغاړي به په خپلو کې سره لوبې کوي او پياوړي لوبغاړي به له همدې لارې د کابل متخبې لوبډلې ته ټاکل کېږي.

د دوی په خبره د کابل منتخب ټیم ته د لار موندنې دا روانې سیالۍ به ۳ ورځې دوام وکړي.

په دې سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي هم خوښ دي چې په دې لوبو کې د ګډون چانس ورکړل شوی دی.

دوی هیله لري چې مسوولان به له اړیکو پرته د استعداد له مخې لوبغاړي وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب