شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د کترینا کیف د کشرې خور فلم را روان دی

د کترینا کیف د کشرې خور فلم را روان دی

تاند(سه شنبه، د حوت ۵) د ایسابلي کیف فلم په مارچ میاشت کې خپرېږي.

د باليووډ سېنما د مشهوري اداکاري “کټرينا کيف” د خور “ايسابلي کيف” لومړنی فلم په مارچ مياشت کې خپرېږي.

هندي رسنيو او د سينما مبصرینو خبر ورکړی چې د “ايسابلي کيف” او “سورج پنچولې” فلم چې د “ټايم اف ډانس” په نامه دی، د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۲مه نېټه خپرېږي.

د یاد فلم کيسه پر رقص او ډانس راڅرخي، فلم پوهانو او مبصرینو د کټرينا د خور رول ستايلی او ويلي يې دي چې اسابلي به په باليووډ کې ښه راتلونکی ولري او د خور په څیر به بریالۍ ثابتیږي.

اسابلي په خپلو خبرو کې ویلي چې د سلمان خان په تشويق او ملاتړ تر باليووډ پوري ورسېدم، او زما بریاوو کې د سلمان خان رول ډېر زیات دی.

اسابلي کيف په هنکانګ کي زېږېدلې ده، د انګلستان تابعيت لري او اوس ۳۰ کاله عمر لري.

د ټايم اف ډانس فلم، د “سټانلي مينونو ډي کوسټا” له لوري ډايريکټ کېږي،او د رقص چاري يې د هندي ډانسر او د رقص استاد “ريمو ډيسوزا” د مېرمني “ليزل ډيسوزا” په واسطه مخته وړل شوې دي.

دا فلم د “ټي سيريز” د کمپنۍ لخوا جوړ شويدی چې د مارچ په میاشت کې به یې مینوالو ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب