شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد خبرو د دوام لپاره له طالبانو سره پر ۴ ټکو هوکړه...

د خبرو د دوام لپاره له طالبانو سره پر ۴ ټکو هوکړه شوې

تاند ( سې شنبه، د کب ۵ ) د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي یو غړي په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې له طالبانو سره پر ۴ ټکو د هوکړې کولو خبر ورکړی دی.

 په دوحه کې له اوږد ځنډ وروسته د سولې خبرې بیا پیل شوي دي.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي، په دوحه کې د سولې په خبرو کې له پیله تر دا مهاله ګڼې ستونزې وې، خو دواړو لوريو په یوه ټکي موافقه کړې.

هغه نن سې شنبه (د کب۵مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې ته وویل چې دواړو لوریو منلې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې به د سولې د خبرو د دوام لپاره یو اساسي مسئله وي.

د حکومت د مرکچي پلاوی د دې غړي په وینا چې دوی د خبرو د دوام لپاره له طالبانو سره څلورو ټکو باندې هوکړه کړی او طالبانو هم ور سره منلې ده.

هغه زیاتوي: (( له هغې څلورو ټکو یو یې هم د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، د افغانستان د خلکو غوښتنه جمهوریت دی، د افغانستان د خلکو غوښتنه انتخابات دي، هغه انتخابات چې د خپل نظر په رڼا کې خپله راتلونکي وټاکي.))

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا یوې میاشتې ځنډ وروسته افغان او طالب مرکچي پلاوي تېره ورځ یو ځل بیا دوحه د خبرو میز ته کښیناستل.

په دوحه کې د سولې مذاکراتي ټیمونو داسې مهال سره کتلي چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا په طالبانو خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه په دې وروستیو کې زیات شوي وو.

عام افغانان هم د سولې خبرو بیا پیل ته خوشاله دي او هیله لري چې دا خبرې یو مثبتې پایلې ته ورسیږي.

دوی وایي، نور له جګړو ستړي شوي او هېواد کې د تل پاتې سولې راتلو لپاره شېبې شماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب