شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتننګرهار ب لوبډلې لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار ومونده

ننګرهار ب لوبډلې لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار ومونده

تاند ( سه شنبه، د حوت ۵) د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شپاړلس ولایتونو تر منځ په خوست او ننګرهار ولایتونو کې دویمه درجه  ولایتي سیالۍ په لاره اچول شوي.

د یادو سیالیو په لړ کې ننګرهار ب لوبډلې په خپل ګروپ کې په پرلپسې ډول درې واړه سیالۍ وګټلې او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته يې لار ومونده.

ننګرهار تېره ورځ په خپله درېیمه سیالۍ فراه لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته يې لار پیدا کړه.

په دغه لوبه کې ننګرهار لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د درېو لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره پنځوس اورونو کې د سهیل صدیقي د ۱۳۵ او د اکبر موسی زي د ۷۲ منډو پر مټ يې مقابلې لوبډلې ته د ۳۰۹ منډو هدف ورکړ.

فراه لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې یوازې ۱۹۲ منډې جوړې کړې او د ۱۱۶ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب