شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+راشد خان د پاکستان ليګ پرېښود او اماراتو ته لاړ

راشد خان د پاکستان ليګ پرېښود او اماراتو ته لاړ

تاند ( سه شنبه، د حوت ۵) افغان کرکټر راشد خان د پاکستان پي ایس ایل سیالیو سره مخه ښه وکړه او عربي متحده ماراتو ته لاړ.

راشد د پاکستان په PSL سیالیو کې له لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبيده.

نوموړي له یادې لوبډلې سره دوه سیالۍ تر سره کړې چې په دوو سیالیو کې يې ۲۷ منډې او یوه وېکټ تر لاسه کړه.

نوموړی به په متحده اماراتو کې له افغان لوبډلې سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې لومړی د دوو ټېسټ سیالیو لړۍ پيل کړي چې لومړۍ سیالۍ به يې د مارچ میاشتې په دوهمه او وروستۍ هغه به يې بیا په ۱۰مه نېټه تر سره کيږي.

له دې سیالیو وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوريزې سیالۍ پیل شي چې لومړۍ لوبه يې د مارچ په ۱۷مه دویمه يې ۱۹مه او وروستۍ هغه به يې بیا په ۲۰مه نېټه تر سره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب