شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+امریکا کې یوه ځوان د خپل مړه شوي کاکا له ډانچې د...

امریکا کې یوه ځوان د خپل مړه شوي کاکا له ډانچې د موسیقۍ اله جوړه کړې

تاند (سه شنبه د حوت ۵) د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوه ځوان د خپل مړ شوي تره له جسد د موسیقۍ د غږونې اله، ګیتار جوړ کړی چې هره شپه یې غږوي.

دغه ځوان چې شهزاده پرینس نومېږي، د خلکو او مذهبي کسانو له سختو انتقادونو سره سره ویلي چې دغه کار یې د خپل کاکا سره د بې کچې مینې پر اساس کړی دی.

نوموړی وايي، چې تره یې فیلیپ له نن څخه شاوخوا شل کاله مخکې په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې بیا یې د خپل تره له وصیت سره سم د هغه مړی ډاکټرانو ته د عملي کار او تجربو د حاصلولو لپاره ورکړ.

هغه وايي، کاکا یې وصیت کړی و چې باید جسم پر جسم یې نوی نسل زده کړه او تجربه حاصله کړي، تر څو ترڅو راتلونکي نسل ته خدمت وشي.

ددغه ځوان په خبره، وروسته تر دې کار چې د کاکا د بدن غوښې ختمې شوې او يوازي یې هډوکي پاتې شول، نو ده یې د بدن اضافي هډوکي هم قطع کړل او ډانچه یې پاتې شوه، چې پکې یې برښنایي تارونه وتړل او د موسیقۍ غوره اله ګیتار یې ترې جوړ کړ او اوس یې کاروي.

شهزاده پرینس وايي، تره یې دی د موسیقۍ ډګر ته راوست، تشویق یې کړ او آن د ده په خبره چې د موسیقۍ له عصري الو سره یې بلد کړ.

د معلوماتو له مخې خلکو او خپلوانو یې ټینګار کاوه، څو د فیلپ ډانچه د دوی د مذهبي اصولو اړوند خاورو ته وسپاري، خو وراره شهزاده یې له دې کار انکار وکړ.

شهزاده لومړۍ د ګیتار جوړوونکو سره تماس ونیوه، څو د تره له هډوکو ورته ګیتار جوړ کړي، خو چا دې کار ته زړه ښه نه کړ، نو شهزاده په خپله دې کار ته ملا وتړله.

اوس شهزاده پرېنس د تره فیلپ له ډانچې ګيتار کار اخلي، هره شپه یې غږوي او وایي، دا کار یې د خپل کاکا سره د هغې مینې په موخه کړی، چې په خبره یې دی یې په سختو خواریو د موسیقۍ ډګر ته راوست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب