چارواکي د خلکو زبېښاک ته ناست دي او ملا هم د خلکو بیداري او راویښېدل د خپل بازار زوال بولي، نو په دې اساس دوی ټول په ډله اییزه توګه د جهالت او ناپوهۍ غوښتونکي او د اولس د پیاوړتیا او یووالي دښمنان شوي دي.
افغاني ټولنه اوسني دولت، د ټالیپ او ملا په نامه خلکو دومره وزبېښله او د خلکو ضمیرونه یې ور مړه کړل، چې اوس د خپل حق غوښتنه نشي کولای. افغاني ټولنه یوازې ساه وباسي، نور کنه مړه ده. ولې داسې شوې!؟
دلته ټول ملایان او دولتي چارواکي هم بد نه دي او نه ټول خلک ښه دي. خو د بدو خلکو دلته اکثریت دی.
افغاني ټولنې ډېر حرکت کړی، لږ پاتې، نور دغه ناوړه حالت څخه وځي، همداشان که صبر او زغم څخه کار واخلي، دا اکثریت شیان جبران کېدونکي دي، یوازې چې لږ نور خلک هم ویښ شي. د خپل قوت او زور څخه خبر شي.
عامو خلکو ته دا زبېښاک لرونکي چارواکي او ملایان ډېر زورور او قوي معلومېږي او ځان ورته کمزوری ښکاري، خو دوی په دې دقیق خبر نه دي، چې اصلي قوي او زورور خلک موږ یوو، حتا عام خلک چې لږ وښورېږي، خاینو خلکو ته بیا څو ورځې خوب نه ورځي.
د وطن اصلي مبارزینو او عامو خلکو ته باید دغه ډاډ ورکول شي، میدان نور تاسو ګټلی دی، یوازې لږ خلکو ته ښه او بد خلک وروپېژنئ او ټولنه ویښه او بیداره کړئ، همداشان ټولنه د خپل زور څخه یې خبره کړئ.
ټولنه له مداریانو، خپل مېوګي او د خپله زوره چې خبره شي، نو له دغه زبېښاک څخه به خلاص شي.
فکر مو چې وي، دا وطن مو ساه، روح او ځان دی. له دې وطن څخه مو خلاصون نشته، که هر چېرته لاړ شئ، بیا به هم افغان یادېږئ، خو بیا هم هېڅ ځای ته نشئ تللی. موږ بدن د دې خاورې څخه جوړ دی. څنګه ځان هیرېږي، نه، نه هېرېږي. یوازنۍ بقا او پایښت مو دا دی، چې خپل وطن جوړ کړو.
پام چې وار مو خطا نشي
موږ منلې غرغرې دي