شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورپه سرو لاسونو | وحيدالله اورياخېل

په سرو لاسونو | وحيدالله اورياخېل

مور يې د لور په وېښتانو کې لاس واهه ورته ويې ويل:

– لورې څنګه دې ټول وېښتان د کونډې په څېر ګډوډ او انجړ دي.

 نجلۍ يو دم له ځايه پورته شوه، د کونډې نوم ښه پرې ونه لګېد، لاسونه يې سترګو ته يوړل مور ته يې وويل:

مورې دا بدې خبرې مه کوه خدای دې نه کوي، په هېواد کې مو نورې کونډې کمې دي چې ما هم ورسره يو ځای کوې.

د معصومې په کلي او خپلوانو کې بې شمېره کونډې اوسېدې، له همدې کبله ملامته نه وه چې د کونډې له نوم يې ان په ماشومتوب کې بد راتلل. 

 مور يې ورته وويل خدای دې نکړي لورې ولې وارخطا شوې.

معصومې وويل:

مورې موږ هره ورځ په ښوونځي کې د جګړو له کبله د کونډو او يتيمانو د ژوند کيسې اورو، د کونډو او يتيمانو ناوړه ژوند مې ډېره ځوروي.

معصومې به هر چاته ويل:

خدای دې هر څوک د کونډې او يتيم له ژونده وساتي، هغې به د ملي پوځ سرتېري د ژوند ژغورونکي او اتلان بلل، په ټولګي کې به چې ښوونکي له ټولګیوالو پوښتنه وکړه غواړې په راتلونکي کې کوم مسلک ولري؟

معصومې به لاس پورته کړ ښوونکيه زه غواړم د پوليسو افسره شم له خپلو خلکو او هېواد ساتنه وکړم، خو بيا به نجونو ووېروله چې په کلي کې د پوليسو نوم مه اخله، داسې نه چې له کومې ستونزې سره مخ شې.

معصومه د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه چې د جګړې تورتم د دوی په کلي هم دېره شو، ورځ په ورځ د جګړې له لاسه د کليوالو ژوند سختېده، ښوونځي وتړل شول، نجونې په کور کېناستې د نورو په څېر د معصومې هيلې هم يوازې هيلې پاتې شوې.

يوه ورځ يې پلار په ښار کې د خپلې خور احوال اخيستو ته لاړ، خور يې ورته وويل:

وروره لور به دې اوس پېغله وي؟

د معصومې پلار وويل:

هو خورې هغه اوس پېغله ده خو ښوونځی يې په کلي کې د جګړې له کبله نیمګړی پاتې شو. د ترور سره چې لا کليوالي او پخوانی سوچ ملګری و ويې ويل:

وروره څه يې کوې نجلۍ د پردي کور ده، خوارۍ به ورسره وباسې خو بله ورځ به د بل کور ته ودېږي. د خور او ورور تر مينځ خوږې کيسې روانې وې ورځ تېره شوه ماښام شو، دروازه وټکېده خور يې خپلې لور ته غږ وکړ وه نجلۍ دروازه پرانيزه ورور به دې وي.

نجلۍ ور پرانیست مور ته يې وويل:

مورې لالا مې راغی. شاه محمد چې خپل ماما وليد په خوشالۍ يې وويل:

ماما په خير تاسې څنګه زموږ خوارانو پوښتنه وکړه.

ماما او خوريی غېږ په غېږ شول له روغبړ وروسته د معصومې پلار خپل خوريي ته وويل:

ماشاالله برګه درېشي ډېر خوند درسره کوي شاه محمد په خندا وويل:

ماما له دې درېشۍ سره له زړه مينه لرم، پلار په همدې درېشۍ کې د وطن په خدمت سر بايلود زه هم د خپل پلار په لاره روان يم.

ماما يې پر سر لاس تېر کړ ورته ويې ويل:

خدای دې وساته.

د معصومې پلار خپلې خور ته مخ واړوه ورته ويې ويل:

خورې شاه محمد ته دې د کوژدې غم خوړلی کنه خور یې موسکه شوه ويې ويل:

نه وروره تر اوسه خو مې کوم ځای نه دی ورته کتلی خو نن مې يو ځای په فکر کې راتاو شو.

ورور يې ورته وويل:

کوم ځای خورې؟

د شاه محمد مور وويل:

وروره زما نازولې ورېره يادوم د دې خبرې په اورېدو شاه محمد له خپل ځایه پاڅېد ویې وويل:

ماما ته او مور مې کيسې کوئ زه به مې جامې بدلې کړم.

د معصومې پلار لومړی د خپلې خور په خبره پوه نه شو، خو دا چې شاه محمد له کوټې ووت په خندا يې وويل خورې زه خو له تاسې خپله لور نه درېغوم خو…

 خور يې په خبرو کې ور ولوېده ويې ويل:

خو څه؟

 ورور يې وويل:

هغه دا چې ستا ورېره لا ماشومه ده.

وروره څه ماشومه ده زه يې هم د مور په څېر يم د خپلې لور په څېر به يې ساتم.

د معصومې پلار خپله يوازينۍ خور نه شوای خفه کوی، معصومه يې پرته د مېرمنې او کورنۍ له مشورې د شاه محمد په کور کې د شاه محمد په نامه کړه.

  د معصومې پلار چې کلي ته لاړ د معصومې د کوژدې زېری يې خپلې کورنۍ ته ورساوه، د معصومې مور وويل:

سړيه داسې بې پوښتنې څوک خپله لور چاته ورکوي؟

د معصومې پلار وويل:

ښځې شاه محمد خو څه پردی نه دی خوريی مې دی هرڅه يې راته معلوم دي بل دا چې د ملي پوځ زړور افسر دی.

 ښځې يې وويل:

پام چې په کلي کې څوک خبر نه شي چې لور دې د ملي پوځ افسر ته ورکړې ده، معصومې چې د پوځ د افسر نوم واورېد په زړه کې ډېره خوشاله شوه، په سبا يې په ګودر خپلو همزولو نجونو ته وويل:

څه هيله مې چې لرله، خدا ج راپوره کړه.

د کلي د ناخوالو له لاسه د معصومې کورنۍ په کلي کې د واده مراسم ونه نيول. د واده له پاره د معصومې کورنۍ ښار ته کډه شوه، د واده مراسم ښه په خوشالۍ سره تېر شول. د معصومې کورنۍ کلي ته لاړه تر واده څو ورځې وروسته شاه محمد دندې ته روان شو معصومې په ډېره مينه د خپل سرتېري پوځي جامې راوړې شاه محمد ته يې وويل: 

وياړم چې د هېواد د يو ستوريوال سرتېري مېرمن يم. 

شاه محمد د معصومې لاسونه په خپلو لاسونو کې ټينګ کړل ورته ويې ويل:

زموږ دنده پاکه او سپېڅلې خو ډېره ستړې ده په هر حال بايد د وطن حق اداء کړو. شاه محمد د خپلې مور خونې ته لاړ له موره يې رخصت واخيست او روان شو.

معصومې په  شاه محمد پسې اوبه وشیندلې، تر هغې په وره کې ولاړه وه چې مېړه يې له سترګو پناه شو.

شاه محمد چې کله دندې ته ورسېد مېرمنې ته يې ټليفون وکړ ورته ويې ويل:

زه په خير ورسېدم د ټولې کورنۍ پوښتنه يې وکړه تر ډېرو خبرو وروسته يې وويل بس انتظار مې کاوه در به شم دواړو مخه ښه وکړه.

د شاه محمد دوه میاشتې په پوره کېدو وې، معصومه يې هم د واده په لسمه ورځ په کور کې پرېښې وه او دواړو به کله کله په ټليفون خبرې کولې، خو شنيدن کی بود مانند ديدن.

  معصومه يوه ورځ د شپې دوه درځې ځله د جګړې بدو خوبونو راويښه کړه، نيمه شپه شاه محمد ور په زړه شو، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې څو ځله يې له خولې ووتل زما سرتېريه خدای دې وساته، بيا سلګيو واخيسته.

ترور يې غږ ورباندې وکړ، لورې ولې په خوب کې خبرې کوې؟

معصومې په غريو نيولي غږ ورته وويل ټوله شپه مې بد، د جګړو او وينو خوبونه وليدل. خوب مې تښتېدلی، خوب نه راځي خدای دې زموږ سرتېری په خپل امان کې وساتي.

ترور يې تسلې ورکړه ويل يې لوري ويده شه، دا دې هسې وهم دی. خدای دې شاه محمد په سره اور کې وساتي.

 سهار د لمانځه له دعا وروسته د معصومې لومړی کار شاه محمد ته ټليفون کول وو، خو د سرتېري ټليفون بند و د همدې ورځې تر لسو بجو يې څو وارې هڅه وکړه خو له شاه محمد سره ټليفوني اړيکه ونه شوه تر لسو بجو وروسته يې خپلې خواښې ته وويل:

ترورې د زوی ټليفون دې بند دی له سهاره هڅه کوم ټليفون يې کار نه کوي، لکه چې د تېرې شپې خوبونه بې څه نه وو خدای دې خير کړي.

د همدې ورځې تر مازديګره هم د شاه محمد ټليفون بند و، د مازيګر تر لمانځه وروسته يې دروازه وټکېده، د شاه محمد مور دروازه خلاصه کړه، تر لږ ځنډ وروسته د وره مخې ته چیغې شوې معصومې منډه کړه، چيغه يې کړه، ترورې څه خبره ده، لکه چې سرتېری مې…
په وره کې ولاړ ځوان وويل هېڅ خبره نه ده شاه محمد يو څه ټپي شوی دی د دې خبرې له اورېدو سره د معصومې له خولې هم چیغه ووته بد حال جوړ شو، معصومه په انګړ کې ولوېده، ګاونډيان خبر شول تر څه ځنډ وروسته په دروازه کې د ملي پوځ امبولانس ودرېد، د ملي پوځ سرتېرو له امبولانس څخه د شاه محمد جنازه راښکته کړه معصومې خپلې مور ته ټليفون وکړ په چېغو چېغو يې ويل:

مورې زه په سرو لاسونو کونډه شوم، زما سرتېرې په وطن سر کېښود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب