یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهقانعواى واى دروند دى امېل/ عصمت قانع

واى واى دروند دى امېل/ عصمت قانع

کله چې سمې، پاکې، مستقيمې او نېغې لارې بندې شي، خلک په ناسمو لارو ځي. کله چې غل مسوول شي، د غلا فرهنګ وده مومي، کله چې جرم ونه رټل شي، مجرم پياوړى کيږي، کله چې سوله ييز نظم اخلال شي، ټولنه د نا ارامۍ په تبه اخته کيږي او کله چې بيرته د سوله ييز نظم قالب ته ونه لويږي د نا ارامۍ تبه يې په  وبا بدليږي او وبا بيا په سخته تداوي کيږي، سرايت يې له محدوديت څخه وځي.

 کله چې د عقلانيت پر ځاى د ليونتوب پېريان کښيني، هر څه د جنون او لېونتوب په مدار را څرخي. خو بالاخره انساني عقل بری مومي او مار چې هرڅومره کوږشي دغارپه خوله مستقیم ورننوزي .

په افغانستان کې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسي جګړو او فتنو دسیمي او نړۍ دبې ثباتو نقشو او دسیسو غمازي وکړه.

دغه جګړې پر افغانانو وتپل شوې او عوامل يې هم په افغاني رنګ ورنګېدل، خو جګړې او نشې هیڅکله هم افغاني نه وې.

افغان ملت له نن څخه څلور سوه کاله وړاندي د بشریت د عقلانیت یوغوره تعریف وړاندي کړ . د افغان فرهنګ نومیالی شعور خان علین مکان وايي.

بند و بست دکاینات دی په خبرو

لس له سلو صدقه شه سل له زرو

کله چي افغان ملت خپلې ارادې ته مخه کړه نو نړۍ ته يې وښوده چې ترهر چا متمدن ملت دی او د انسان پرنېکمرغه سرنوشت باور لرونکی اولس دی.

د حمل پر شپاړسمه افغان ملت دخپلې اوږدې او له کړاوه ډکې ماضي حال دخپلې مدني څېرې په اینه کې نړۍ ته ور وښوده.

د حمل پر شپاړسمه افغان ملت نړۍ ته وښوده، چې د فارس تر لساني شاونیستا نو او برتري غوښتونکو يي فرهنګي او مدني څېره زر ځله روښانه ده.

همدارنګه دهند د نیمې وچې هغه جمهوریت چې د مذهبي تعصب پر بنیاد رامنځ  ته شو او د اسلامي طلاحي مملکت په نامه دجنوبي اسیا د محکومو قومونو دحق خود ارادیت پر هند داستعماري توطیو د یوه لابراتوار کار ترې واخیستل شو ،په خپل ټول تاریخ کې دملي ارادې دتمثیل لپاره دافغانانو په څير سره راغونډ نه شو.

دحمل پر شپاړسمه نیټه افغانانو نړۍ ته خپله څیره له دې پیغام سره په رڼه هنداره کې ورښکاره کړه چې موږ متخاصمې او دښمنې قبیلې نه یو.

موږ د ډبري د دورې هغه ملت نه یو، چې د ډیموکراسۍ د منلو ظرفیت ونه لرو بلکه هغوی ،چې نن ډیموکراسۍ د خپل ملي تصویر هنداره بولي او د مد نیت دتصمیم ادعا کوي تر افغانانو متمدن نه دي او نه وو .

افغان ملت په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره منتخب پاچا د واک پر تخت کښېناوه . دشير سرخ په جرګه کې هیچا هم دا اټکل نه شوای کولای، چې دابدالیو د وړې قبیلې ۲۵کلن ځوان احمد خان د زمان خان زوی به واکمن شي ، خو د ملت اجتماعي شعور احمد خان واکمن کړ او احمد خان د خپل استعداد په زور داسي امتحان په بري سره سرته ورساوه ، چې تر اوسه پوري دافغانانو بابادی .

موږ دتېرې څلویښت کلنې فاجعې له تېرېدو وروسته اوس اوس دخپلو ناپایه کړاوونو په قېمت او بیه دملي ارادي دتعمیل فصل پوخ کړی دی.

موږ ککرې وکرلې ، چې دشعور فصل ثمر ته ورسوي . او د حمل پر شپاړسمه زموږ د ملي بقا دسیاسي شعور فصل پوخ شو . دحمل پر شپاړسمه افغان وطن دنړۍ پرمخ په خپل اصلي شکل کې ځان راڅرګند کړ، دشعور ملت ، د تهذیب ملت، دانساني ارزښتونو د درنښت ملت، دجرګې ملت ، دمرکې ملت ، دتفاهم ملت ، دزغم او تحمل ملت، دعقلانیت او حقانیت ملت، دمدنیت او جمهوریت ملت، د روغې جوړې ملت، دننواتې ملت ، د اجتماعي تحرک ملت، دسیاسي پریکړې ملت، له نړۍ سره دملګرتوب ملت او دخپلې ارادې د واکمنتوب ملت ،اوس اوس چې افغان ملت دخپل وجود ننداره دنیاوالو ته وړاندي کړه ،د دنیاوالو هم پوخ باور پیداشو ،چې افغانستان  دیوه ملت ملکیت دی او دافغانستان د واک اختیار هم له افغان ملت څخه دی.

که رښتیا هم نړۍ د ډیموکراسۍ یو خصلت دابولې چې ملتونه دي دخپل سرنوشت پریکړه په خپله وکړي ،افغان ملت څلوېښت کاله دیوې سترې غمیزي بار پر اوږو پورته کړ ناپایه کړاوجن حالات يي شاته پریښودل ، او بالاخره دخپلې رايې په زور يې له جنګ، افراطیت ، خشونت او بې عدالتۍ څخه غچ واخیست.

اوس چې دافغان ملت د ارادې اصلي شکل راڅرګند شوی ،دجګړې او معاملې ټیکه داران باید پر ځای کښيني.داچې د انتخاباتو نتېجه اشرف غني ته واک سپاري که يې ګل غني ته سپاري ، فضل غني واکمن کوي، که سید غني،  دا دافغانستان د ملت حق دی. ملت په صحنه کې دی ، ملت حضور لري ، ملت موجود دی او دملت شعور دافیصله کړې ده  چې څوک دي واکمن شي . اوس باید دملت دفیصلې له سبوتاژڅخه لاس ومینځل شي .

زه پرون هم د اشرف غني مخالف وم نن يي هم یم او سبابه هم مخالف واوسم ، خو که دملت پرېکړه دا وي چې غني دي واکمن شي، په تش لاس به هغو ګولیو ته سینه سپرکړم ، چې دملت د پریکړې د سبوتاژ په سنګرکې د ټوپکیانو په شاجور کې پرتې دي.

څوک دي دافکر نه کوي ، چې تقلب به دافغانستان دخلکو دپاکو رایو ځای ونیسي، ما مخکي وویل چې ملت په صحنه کې دی او څوک دي دافغانستان ملت غیرحاضر نه بولي.

د معنوي په مدیریت ایراني او روسي پانګې د تقلب پراخ جال غوړولی دی او ممکن دغه جال د افغانستان د ملت غوڅه پرېکړه یوځل بیا له ازمایښت سره مخامخ کړي ، خودغه ناورین به د تقلب کارانو دغاړې هغه امېل وي ، چې دخلکو د طنزاو مزاح سلیقه به ورپوري سندره شي.

وای وای دروند دی امېل

په غاړه يې مه وړه سنګین دی امېل

هسي نه چې د قدرت،هوس د تقلب کارانو غاړې کږې کړې او یا يې ماتي کړي ، زه یو ځل بیا وایم چې پر خپل مخالفت ولاړ یم ،ملاحظات لرم خو زما ملاحظات زما انفرادي انګېرنې دي ، د ملت پرېکړه دوخت زمان او مکان غوڅه پرېکړه ده ، چې باید ټول يې ومنو او که يې څو ک نه مني ، باید چې د افغانستان د ملت له پراخ مدني مقاومت سره مخامخ شي نه له جهاد او مقاومت سره.

جهاد او مقاومت دبې منطقه ټوپکیانو غرت او غومبر دی خو مدني مخالفت مهذب ملت د سوله یز مخالفت او مقاومت روح دی، چې څوک یې مخه نه شي نیولای . څوک به مهذب مدني مقاومت رهبري کوي، ایا کاندید لیډرشیپ او که دځوان نسل نوی شعور دابه هم دملت دسیاسي شعور پریکړه وي.

23 COMMENTS

  1. که د چا بیا جګړو او د کابل ښار ورانی ته زړه سوی وی او غواړی چی په سرونو یی شپږ انچه میخونه ورته ټکوهی او یا د کابل ښار په کوڅو کی ونشی ګرځیدلای او که وګرځی نو ورته وایی به چی ماککه چرا دو موزنی نو بیا د داکتر عبدالله ملاتړ وکړی او که څوک غواړی یو واحد ، سوله ایز ، خپلواک او پر مختللی اسلامی افغانستان وجود ولری نو بیا ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړی.

  2. . ملت غنی بابا غواړی، پخواه یی هم رایه ورکړه او په دوهم ځل ټاکنو کی به هم ورته رایه ورکوی ځکه د غنی بابا لاره د دی نورو کاندیدانو په پرتله د حق او عدالت لاره ده. . الله ج دی نه کوی چی ټوپکمار عبدالله زمونږ ولسمشر شی، خو دا هر څه چی کیږی ډیر مسوولیت یی د وحید عمر او ټولو هغه خاینه پښتنو په غاړه دی چی د غنی بابا د ملا ماتولو ناکامه او ناسپیڅلی هوډ یی لاره .‌

  3. قانع ص اب هغه خبره ده وایی چی خبره لاره دندوره شوه جانا نه خبل کوه خبل به کومه- مننه

  4. قانع ګله، خبره دې په ګل بدله. مونږ لا له هغه وخته له ستونزې سره مخامخ ښکاره شوو چې د یوه پرځای لس او بیا وروسته لږ تر لږه ۷ ولاړوو، او بیا نو چې تاسو لا پسې بدلې هم پیل کړې. ستا په نننیو الفاظو کې یو ډول د کفارې درد ښکاري، او دا درد به ستا په څېر د ډېرو په وړاندې لا هغه وخت ښکاره شي چې کله ستا په خبره ایراني شؤنیستان زما او ستا په مریو باندې پښې کېږدي.

  5. افرین قانع صیب ، همدا یې وخت دی چې د ملت سره اوږه پر اوږه د هوسا افغانستان پّ لور روان شو

  6. Mr. Qani, If the winner of last ection was Mr. Ashraf Ghani Ahmadzai, please accept him like other Afghans and put your diffrences one side. It is the time to get down from the donky.
    Best Regards

  7. چاچې په لومړي پړاو کې استاد سياف، هلال او عبدالله ته رايې ورکړې، سړی د هغوی پر منطق تر يوه حده پوهېدای شي، خو د زلمي رسول، شېرزي، ارسلا او سلطانزوی د پلويانوپه اړه خو ولاکه تر اوسه هم زما سر خلاصېږي. داسې ښکاري چې ټاکنې دويم پړاو ته روانې دي او وبه ګورو چې د قانع په ګډون د پورتنيو عاليجنابانو پلويان بيا څه ګلان کري!؟

  8. “قانع ګله، خبره دې په ګل بدله. مونږ لا له هغه وخته له ستونزې سره مخامخ ښکاره شوو چې د یوه پرځای لس او بیا وروسته لږ تر لږه ۷ ولاړوو، او بیا نو چې تاسو لا پسې بدلې هم پیل کړې. ستا په نننیو الفاظو کې یو ډول د کفارې درد ښکاري، او دا درد به ستا په څېر د ډېرو په وړاندې لا هغه وخت ښکاره شي چې کله ستا په خبره ایراني شؤنیستان زما او ستا په مریو باندې پښې کېږدي”

  9. قانع صاحب لمړی می سلامونه اونیکی هیلی ومنی دوهم به دا ووایم چی کله می د زلمی رسول ترڅنګ ولیدی نو ډیر زور راکړ ډیر ارمان به تاته هم درځی چی ولی می چټی ځان بدنامه کړ عانع صاحب ښه د ونکړه ستاغوندی ملی شخصتینو څخه خلک د ملی پریکړو هیله لری
    مننه چی خفه نشی خو بیا دا اشتباه تکرار نکړی

  10. قانع صیب! په اصولو کی دی د لیکنی سره هم نظره یم، اما ځینی ملاحظات اوس هم په ځای دی. ما ته خو د ستا د دریځ او د مقاؤمتیانو او جهادیانو ددریځ تر منځ څه ډیر توپیر نه ښکاره کیږی. که هغوی په یو، دوه، او دری سره نشی کولای چی د اشرف غنی سره مخالفت توضیح کړی نو ته هم د داسی یوی تشریح او توضح نه عاجزه یی. زه دا خبره په دی معنی نه کوم چی ګواکی اشرف غنی د یو اصل په توګه مطرح کړم، نه بلکی اصل لکه چی تا ویلی د ملت پریکړه ده. خو مقاومتیان ځکه اشرف غنی نه نفرت کوی چی هغوی د اشرف غنی په راتګ کی خپله بربادی ګوری او بل دا چی هغوی د اډنټیټی په شخصیت ځمولونکی ناروغی اخته دی. که د هغوی د اډنټیټی معیارونه ژبه او نسل ده نو ستا له دی شف شف نه هم همداسی ښکاری چی ددی اډنټیټی په ناروغی ته هم اخته یی اما یواځی په دی توپیر چی ستا د اډنټیټی معیار به کیدای شی سمت یا قبیلویت وی. کنه ته هم د اشرف غنی په مورد کی د خپل شخصی نظر او مخالفت توجیع دی نه تر اوسه کړی او نه به یی وکړای شی. قانع صیب، فکر کوم چی په دی مبارزه کی ته نور ځای نه لری

  11. Qane saib laka che da ter pa shan kurat ta bia Qurat rabande wa na waye au ka chere dase wa shwa no Mushraqe ba da pakistan 1 barkh wogarze zaka che kabul ke ba mo chock pregde bia majbor u da pakistan sara ittehad wokro

  12. قانع صاحب هیله ده چی روغ اوسی او د زلمی رسول له کمپاینی هلوځلو نه وزګار شوی اوسی. هغه توقع او هیله چی د افغانستان ملت له تاسو په شان درنو او ملی شخصتیونه نه درلوده ، لږ شان پیکه ښکاری.هیله ده چی اوس د پورتینو دو دوستانو تر منځ لږ بل شان قضاوت وکړی. د ملت سرنوشت د ایرانی روزل شویو آخندانو په لاس ورنکړی . لږ تر لږه د هغه چا تر شا ودریږو چی د افغانستان په نوم افتخار کوی او ځان د دی هیواد خادم او نجات ورکونکی بولی. په یاد به مو وی چی د پوهنتون د خوږی کلیمی لومړی ځل مخالفت چا پورته کړ او دهغه پر ځای یی د ایرانی واژو رواجول لکه چالش ، دست وپایت درد نکنه، موتر اسکلیت او… د خلکو په خوله رواج کړل ترڅو د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ بی اتفاقی واچوی او دوی خپل ژوند او مزو چړچو ته دوام ورکړی.

  13. ﻊ ﺻﺎﺣﺐ ﻟﻤړﯼ ﻣﯽ ﺳﻼﻣﻮﻧﻪ ﺍﻭﻧﯿﮑﯽ ﻫﯿﻠﯽ ﻭﻣﻨﯽ ﺩﻭﻫﻢ ﺑﻪ ﺩﺍ
    ﻭﻭﺍﯾﻢ ﭼﯽ ﮐﻠﻪ ﻣﯽ ﺩ ﺯﻟﻤﯽ ﺭﺳﻮﻝ ﺗﺮڅﻨګ ﻭﻟﯿﺪﯼ ﻧﻮ ډﯾﺮ ﺯﻭﺭ
    ﺭﺍﮐړ ډﯾﺮ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺑﻪ ﺗﺎﺗﻪ ﻫﻢ ﺩﺭځﯽ ﭼﯽ ﻭﻟﯽ ﻣﯽ ﭼټﯽ ځﺎﻥ
    ﺑﺪﻧﺎﻣﻪ ﮐړ ﻋﺎﻧﻊ ﺻﺎﺣﺐ ښﻪ ﺩ ﻭﻧﮑړﻩ ﺳﺘﺎﻏﻮﻧﺪﯼ ﻣﻠﯽ ﺷﺨﺼﺘﯿﻨﻮ
    څﺨﻪ ﺧﻠﮏ ﺩ ﻣﻠﯽ ﭘﺮﯾﮑړﻭ ﻫﯿﻠﻪ ﻟﺮﯼ
    ﻣﻨﻨﻪ ﭼﯽ ﺧﻔﻪ ﻧﺸﯽ ﺧﻮ ﺑﯿﺎ ﺩﺍ ﺍﺷﺘﺒﺎﻩ ﺗﮑﺮﺍﺭ ﻧﮑړﯼ

  14. آفرین قانع ګله اوس په سمه لار روان سوی اوس پوه شوی چی د ملت اراده څه ده . مونږ به د غنی بابا تر څنک ولاړ یو او غنی بابا به ارګ ته انشاالله رسووو دا د افغانانو هوډ دی . او که ټاکنی دوهم پړاو ته هم لاړی شی مونږ به د غنی بابا تر څنګ ولاړ یو
    مننه

  15. سلامونه او نیکی هیلی درنو لوستونکو
    هر انسان د یوي پدیده څخه ځانګری تعبیر لری. د اتو کاندیدانو څخه هر افغان بیل تعبیر درلود ولی که چیری انتخابات دوهم پړاو ته ځی نو باید ټول په دقت سره تصمیم ونیسو. داسی نه چه بیا هم و غولیږو او د نظار شورا لندغر قدرت ته ورسوو.نظار شورا زموږ د هیواد د ټولو بدبختیو عامل ده او که خدای ناخواسته بیا هم دا منحوسه ډله قدرت ته ورسیږی د ډیرو مشکلاتو سره به مخ شو

  16. عیسی محمده یره دغه دمدثر وردک صاحب لیکنه می ډیره خوشه شوه ډیر شه یی درته لیکلی دی الله د ورته اجر ورکی دده نه ډیره شکریه

  17. قانع صاحب د ستا او دستا د ټیم یعنی زلمی رسول له خوا دا پروسه دوهم پړاو ته سبوتاژ شوه دا ستا دټیم ډیره ظالمانه سبوتاژوو چی د دا پزوسه مو دوهم پړاو ته واړوله

  18. دوې تر رنګین دادفر سپنتا پورې چې مسعود ته ېې د ډبرو قاچاقبر ویل سره یو ځاې سوو ترڅو له پښتونه د تل لپاره واک واخلې او زما لیونیان یا د ملا په کونه کې پراته دې او یا د بهرنیانو لخوا د تپل سوی توپیرونو یانی درانی او غلجی
    آفتاب عالم پوپلزې

  19. د تاند له اداری څخه د زړه له تله مننه کوم چه ځما تبصره ئي خپره نکړه. ما فکر کاوه چه تاند به د ډبل عبدالله له کسانو څخه پاک وې

    ګواخ

  20. قانع صاحب تا هغه مقام چي ستا لپاره زمونږ په زړونو او نظرونو کي وو پري نه ښود تا داسي کار وکړ چي ستا په شان خلکو نه بیخي دا توقع نه کیدله او خاص ماته خو بیخي یو خوب ښکاریده
    هوښیاران یو متل کوي چي څومره هم هوښیار سړی وي په کال کي ۳ ورځي داسي بي عقل شي چي سړی یی تصور هم نه شي کولی غالب ګمان کووم چي هغه هم هغه ورځی وي چي ته د زلمي رسول تر څنګ ودریدي
    خیر څه خبره نشته ټول عمر به سړی معنوي ګټو پسي هم نه ګرځی کله کله به یوه نیمه چاپه په مادي ګتو هم اچوي ته اوس هم زمونږ د سر سترګي یی وایی چي خوله له سر نه ولویږي او په اوږو ایساره شي لویدلی ده نه ده
    زما رایه بیا هم د اشرف غني ده بیا هم ده بیا هم ده
    د غني افغانستان په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب