سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهکابل له ازبکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي خبرو کوربه دی

کابل له ازبکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي خبرو کوربه دی

تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه )  د طالبانو د رژیم چارواکي کابل ته د ازبکستان د یوه دېرش کسیز پلاوي د سفر خبر ورکوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه پلاوي  مشري د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت لومړی مرستیال ناظم خان خالمرادوف کوي.

سرچینه زیاتوي:« د دې هیات د دوه ورځیني سفر په ترڅ کې به د افغانستان او ازبکستان د بیلابیلو مسایلو له هغې ډلې د اقتصادي او سوادګریز اړیکو پر پرختیا د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې وشي.»

ازبکستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لري خو د نورو هیوادونو په څیر يې د طالبانو حکومت په رسیمت نه دی پیژندلی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیاتې شوي، چې ورسره په افغانستان کې د توکیو د ارزانه کیدو خبرونه ورکړل شوي.

خلک بیا شکایت لري، چې د بېساري اقتصادي ناورین له امله په همدغو ارزانه بیو هم د توکیو د را نیولو وس نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب