تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه ) په داسې حال کې چې د شاوخوا لسو افغان خبریالانو په ګډون د تعلیمي او مدني چارو ګڼ افغان فعالان له میاشتو- میاشتو راهیسې د طالبانو په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي، د طالبانو رژیم نن د بندي کړي ایراني خبریال حسین ولایتي د خلاصون خبر ورکړی.
د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ویلي، چې نوموړی په ناقانونه ډول افغانستان ته راغلی و او له لس ورځیني استوګنې وروسته بیرته خپل هېواد ته تلو، چې په کابل هوایي ډګر کې ونیول شو.
ویل شوي، چې نوموړی په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی.
حسین ولایتي، د ایران استخباراتي ادارو ته د نږدې خبري اژانس( تسنیم) فوټوګرافر و.
یاد شوی اژانس د طالبانو په ګټه خپرونې کوي.
د طالبانو یو شمېر منتقدانو ویلي، چې دوی باید د بندي کړو افغان خبریالانو او فعالانو برخلیک هم معلوم او خلکو ته یې په اړه وضاحت ورکړي.
ایران خو د هیبتي ځناورو د مور نا سکه میړه دي. نو د نا سکه پلار خبره خو ځمکي ته نشي غورځولي.
غني خان وایې:
چې مې نه غوښتي پیدا شوئ
چې پیدا شوي د بل چا شوئ
چې د بل وي خو ساقي وئ
چې زما شوي نو ملا شوئ