تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه ) د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې ناڅرګندو کسانو یو ۱۲ کلن ماشوم له زندۍ کولو وروسته ځړولی او وژلی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رژيم د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي معزالدین احمدي ویلي، چې دا پېښه په غزالیو کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د دغې پېښې په تور ۶ تنه نیول شوي او پلټنې یې په اړه روانې دي.
ځينو ځایي خلکو په پېښه کې د طالبانو د لاس لرلو ادعا کړې، خو طالب چارواکو دا ادعا بې اساسه ګڼلې ده.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.
شاید دی بیچاره هلک له لواطت څخه انکار کړی وی او بیا د لواطت کارانو په دار ځړولی وې څوک له خپل باډی ګارد سره لواطت کوی څوک یې له خپل سکرتر سره او هغه ځناور چی په کلیو کی ګرځی بیا دغه څی بیچاره هلکان ځوروی