Homeخبرونهد طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه ) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي.

ایراني رسنیو ویلي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې د هلمند سېند د اوبو په اړه د خبرو پر دوام، په کابل کې د نیول شوي او بیرته خوشې شوي ایراني خبریال، په افغانستان کې د ټولو لوریو د همکاریو او نورو مسایلو په تړاو خبرې شوې دي.

طالبانو، څو ورځې مخکې په کابل کې د ایران د تسنیم خبري اژانس یو خبریال حسین ولایتي نیولی و، چې ویل کیږي په ناقانونه او مرموزه توګه افغانستان ته راغلی و.

نن رسنیو د نوموړي د خوشې کیدو خبر ورکړی، خو طالب چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره ویل کیږي، چې ایران په منظمه توګه د هلمند سېند د اوبو سطحې د معلومولو لپاره افغانستان ته د خپلو متخصصینو د ورتلو غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...