سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهدایکندي: سېند کې دوه لمبیدونکي ځوانان اوبو مړه کړي

دایکندي: سېند کې دوه لمبیدونکي ځوانان اوبو مړه کړي

تاند: (شنبه، د وږي ۴ مه )  د دایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د طالبانو ځایي چارواکو رسنیو  ته ویلي، چې دغه پېښه پرون په «لزیر» سیند کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو یوه ځایي ویاند غلام‌علي جاوید ویلي، دغه ځوانان چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۸ کلونه وو، له اووو نورو کسانو سره په سیند کې لامبو وهله چې اوبو ډوب کړي دي.

له دې وړاندې هم د هېواد په نورو سیمو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو خلک ډوب کړي او مړه شوي دي.

افغانستان سږ کال بېسارې ګرمي لرله، چې په ترڅ کې یې له یو شمېر نورو سیمو هم په سېندونو کې د خلکو د ډوبیدو خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب