دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکايي سناتورانو د طالبانو او پاکستان پر ضد د بندیزونو لایحه چمتو...

امریکايي سناتورانو د طالبانو او پاکستان پر ضد د بندیزونو لایحه چمتو کړې

تاند(چهارشنبه، د میزان ۷) د امریکا د سناجرګې د یو شمېر مخکښو غړیو له لوري د یوې لایحې مسوده چمتو شوې چې پر اساس یې پر افغان طالبانو او پاکستان د بندیزونو غوښتنه کېږي.

دا لایجه، چې د امریکا د ولسمشرۍ د یوه پخواني کاندید په شمول د جمهوریپال ګوند ۲۲ غړیو د دوشنبې په ورځ وړاندې کړ، په افغانستان کې پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د بندیز غوښتنه کوي.

دا مسوده “افغانستان کې د ترهګرۍ ضد، څارنې او حساب ورکولو قانون” په نوم کانګرس ته وړاندې شوې او په کې راغلي، دوی له افغانستانه په ډېرې بېړې له وتو وروسته، د بدو پایلو شاهدان دي.

امریکايی رسنۍ وايي، دا مسوده همداراز وړاندیز کوي چې د پاکستان په شمول دې پر هر هغه هیواد د امریکا مرستې ودرول شي او بندیزونه دې پرې ولګول شي چې امریکا باور لري د طالبانو ملاتړ یې کړی دی.

که چېرې دا مسوده د بهرنیو اړیکو کمېټه تایید او بیا د کانګرس له‌خوا تصویب شي، پر داسې یو قانون به بدله شي چې طالبان او ملاتړي به یې له سختو بندیزونو سره مخ کړي.

د دې مسودې په ۲ مادو کې، غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو په راایستلو کې دې بېړه وشي او د دوی د افغان متحدانو ته دې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د ورکړې لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه کاري ډله جوړه شي.

1 COMMENT

  1. مخکینی افغان دولت (اشرف غنی) مشرانو او ځینی سیاسی مشرانو تل نړیوالو او په ځانګړی ډول امریکا ته ویل چی ددی ۲۰ کلنی او ۴۵ کلنی جګړی اصلی طراحان او پلی کوونکی پاکستان (پنجاب) دی مګر نړیوالو بیا هم دا خبری او ویناوی چی زیاتره په نړیوال سټیج کی تکراریدی بی اعتباره ګڼلی مګر اوس چی ګورو د ډاکټر نجیب الله، سردار داود خان، کرزی او اشرف غنی خبرو او رسمی دریځونو نتایج معلوم شو مګر کچیری امریکا دا کار اقلآ ۱۰ یا ۷ کاله مخکی کړی وای پداسی حالت سره به افغانان ، هند او نړیوال هیوادونه نه مخامخ کیدل

    ترڅو چی امریکا او نړیواله محکمه مستقیم د پاکستان ګریوان ته لاس وا نه چوی او د دوی په مشرانو سیاسی او اقتصادی بندیز لکه د ایران په شان وضع نکړی او دوی استبخاراتی او پوځی مشران تر فشار لاندی را نشی ګمان نکوم چی دا وړی به شړی شی (پایله به منفی وی)
    ځکه افغانانو د امریکا او نړی دریځ د پاکستان په وړاندی پدی ۴۵ کلنه دوره آزمویلی دی د بیاځلی آزمایښت منفی دی ځکه پاکستان باندی فشار نه راوړی کچیری فشار هم راشی تنها په افغانانو باندی راولی ځکه افغانستان داسی ده لکه بی سرپوښه دیګ
    هر هیواد په موږ باندی زده کوی دوی پوهیدل چی ۱۱ سپتمبر حمله کی افغانانو لاس نه درلود او همغه آسامه بن لادن په اسلام آباد کی پیدا کړ نو نړی باید له امریکا پوښتنه وکړی چی کله اسامه بن لادن په پاکستان کی نو تاسی د افغان ولس په ودونو او جنازو او همدارنګه کورونو باندی بیځایه او قصدی بمباری کولی (بمونو مور) د هغه طالب مشران چی دی هیواد ملی ګټو ته ژمن وو د امریکا له لوری په نښه شول (ملامنصور) هغه طالب چارواکی چی د پاکستان خلاف وو په زغرده یی ځواب ورکوو (ملا ضعیف) د ډالرو په وړاندی یی امریکا ته ډالی کړ (آیا دیته وایی اسلام یا اسلامی هیواد) هغه طالب مشران چی د افغان ولس غږ یی اوریده او د سولی غوښتونکی وو (ملا عبدالغنی برادر) د امریکا په غوښتنه په پنجاب کی نهه (۹) یا لس کاله بندی وساته چی د خلیلزاد په منځګړیتوب بیرته را خوشی شو مګر همدا عمران خان یا قریشی د افغان چارواکو پر ځای اوس د نړی سره د افغانستان د راتلوونکی نظام جوړښت او تعامل په اړه خبری کوی ځکه دوی له مخکنی ولسمشرانو (کرزی او غنی) د خارجی سیاست کی مداخله غوښتله چی تر آخره خپل آرمان پر ځای نشو

    طالبانو ته پکار ده چی پنجاب ته داسی غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی چی د ملا منصور روح ورباندی خوشحال شی او ډاکټر نجیب الله روح هم ووایی چی ددی هیواد اصلی بچیان پنجاب نه منی او عبدالسلام ضعیف زړه هم تسلی وکړی چی موږ امارتی نظام غښتلی افغانی او پنجابی ضد مفکوره لری د امریکا په شمول پنجاب (د برتانیی ځوی) سره هم حساب کتاب کول غواړی
    ولس به هم پوه شی چی د کوم آرمان لپاره مو په مبارزه ورسره ونډه واخیسته مطلوبی نتیجی ته ورسیدو او همدارنګه د نړی هیوادونو به هم پوه شی چی پنجاب کوی څه او وایی څه ؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب