پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد امریکا سنا پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو طرحه جوړه کړې

د امریکا سنا پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو طرحه جوړه کړې

د امریکا متحده ایالاتو د سناجرګې یو شمېر مخکښو غړیو یوه داسې لایحه چمتو کړې، چې پر اساس یې پر افغان طالبانو او احتمالاً پاکستان د بندیزونو غوښتنه کېږي.

دا لایحه، چې د امریکا د ولسمشرۍ د یوه پخواني کاندید په شمول د جمهوریپال ګوند ۲۲ غړیو د دوشنبې په ورځ وړاندې کړه، په افغانستان کې پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو د بندیز غوښتنه کوي.

 دا لایحه همداراز وړاندیز کوي چې پر هر هغه هیواد دې د امریکا مرستې ودرول شي او بندیزونه دې پرې ولګول شي چې امریکا باور لري د طالبانو ملاتړ یې کړی دی.

له دې ښکاري، چې دغه لایحه په زغرده پاکستان هېواد ښيي.

د طالبانو د رسنیز ټیم يوه غړي بلال کریمي بيا دغې هڅې ته په غبرګون کې ويلي ، دوی هیله لري نړۍ له دوی سره ستونزې د بندیزونو پر ځای له ډیپلوماټیکي لارې حل کړي.

شنونکي فکر کوي، چې د دغې لایحې تصویب به د طالبانو واکمني له نورو ننګونو سره هم مخامخ او د نړیوال رسميت موضوع به یې لا نوره ستونزمنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب