شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: فقر نه دی زیات شوی، د تېر حکومت میراث دی

طالبان: فقر نه دی زیات شوی، د تېر حکومت میراث دی

تاند:( چارشنبه، د میزان اوومه) د طالبانو د اسلامي امارت يوه وياند قاري سعید خوستي ادعا کړې، چې فقر د دوی له واکمنیدو سره زيات شوی نه دی؛ بلکې تېر حکومت نه دغه وضعيت په میراث ور پاتې دی.
نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې د فقر او اقتصادي وضعيت د خرابۍ په اړه د طالبانو حکومت يوازې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډیدو له اړخه ښکېل وباله.
خوستی چې د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس دی، دا ادعا هم وکړه چې مخکیني حکومت د مامورينو څلور مياشتې معاش نه دی ورکړی.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د جمهوري نظام له سقوط او طالب واکمنۍ له پیل سره د کابل ښار او ولایتونو ګڼ بازارونه د بېوزله او وږو کورنيو د کور د وسایلو په پلورنځيو بدل شوي.
له ځينو ولايتونو خو د شديد اقتصادي بحران له کبله د یو شمېر کسانو د ځانوژنې او اولادونو د پلورلو خبرونه هم خپاره شوي.
ورسره ګڼ شمېر طالب چارواکي له بهرنيو ديپلوماتانو او استازو څخه په لیدنو کې بيا- بيا غواړي څو د شديد اقتصادي او بشري بحران د کابو کیدو لپاره عاجلې مرستې ورسره وکړي.

1 COMMENT

  1. تالبان یو خوا د شرعی نظام د نافظولو خبری او د حضرت عمر فاروق رض د خلاف او واکمنۍ دعوی کوی خو بلی خوا د حضرت عمر رض د واکمنۍ په شان د مسولیت اخستلو څخه ښکاره سرغړونه او ډډه کوی او پړه يی هم په نورو اچوی.
    که نه پوهیږۍ او حکومت ولی نه شۍ کولی نو اهلو او په کار پوه خلکوًته د حکومت کولو چاری وسپارۍ تر څو د میلیونو افغانانو د کړاونونو د حل لاری ولټوی او تاسو نور خپل ډانګ او ټوپک یو خوا کیږدۍ او خپله د تبلیغ له لاری د خلکو لار ښونه وکړۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب