Homeخبرونهد آسیا زړه ټولنه: ملګري ملتونه دې د طالبانو د رژيم په...

د آسیا زړه ټولنه: ملګري ملتونه دې د طالبانو د رژيم په اړه پاشلي دريځونه همغږي کړي

تاند:( چارشنبه، د ميزان اوومه) د آسیا زړه ټولنې د دوحې انسټيټوټ د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو مرکز په مرسته، پرون د ۲ مسیر د خبرو دیارلسمه لړۍ د يو شمېر هغو مطرحو کارپوهانو او ډيپلوماټانو په ګډون ترسره کړه، چې په افغانستان کې يې ماموريت کړی، يا يې وضعيت له اوږدې مودې راهيسې څاری.

د دغه انلاين بحث ګډونوالو د افغانستان پیښ شوي وضعیت په اړه د بحث تر څنګ وویل: شونې ده چې په هیواد کې جنګ او نښتې ختمې شوې وي؛ مګر په افغانستان کې د سولې او ثبات تینګښت، د سیاسي او ټولنیزو ګروپونو د مشارکت او نړیوالو ټولنې د تعامل او همکارۍ له لارې ترلاسه کیدای شي.

د سیمې او نړۍ دغو ډيپلوماټانو او کارپوهانو تینګار وکړ چې په افغانستان کې د نوي رژیم په اړه د سیمې هیوادونو او د لویدیزو هیوادونو لیدلورو ترمنځ یو روښانه درز لیدل کیږي چې دا درز ورځ تر بلې ډیریږي.

دوی غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان په واسطه څو اړخیزې هڅې د نړۍ د همغږۍ په موخه ترسره شي.

ګډونوالو وویل چې افغانستان کې د طالبانو رهبرۍ لاندې دولت برخلیک روښانه نه ده، مګر طالبان او نړیواله ټولنه مسوولیت لري تر څو افغانستان کې د پراخ بشري او اقتصادي ناورین مخه ونیسي.

ويل شوي چې په دغه بحث کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د پخواني مشهور استازي لخدر ابراهیمي ترڅنګ مشهور څېړونکي بارنټ روبین، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سياسي مرستيال جاويد لودين او یو شمېر نورو مشهورو ډیپلوماټانو او افغانستان پوهانو ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...