Homeخبرونهد طالب ضدو چاودنو لړۍ؛ د کونړ د کانونو پر رئیس چاودنه...

د طالب ضدو چاودنو لړۍ؛ د کونړ د کانونو پر رئیس چاودنه شوې

تاند:( چارشنبه، د ميزان اوومه) د افغانستان له یوه بل ختيځ ښار ( اسعد اباد) څخه تازه راپورونه وايي، چې هلته نن سهار د کونړ ولايت د کانونو د رئيس مارشال پر موټر چاودنه شوې.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه نن سهار د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې شوې.

سرچينې د چاودنې سیمه( شګۍ) ښودلې او ويلي، چې د رئيس په ګډون ۳ تنه پکې ټپيان دي.

روغتيايي مسوولينو بيا د ټپیانو شمېر ۵ تنه ښودلی، خو د وضعيت او هویت په اړه يې څه نه دي ويلي.

د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په کونړ ولایت کې له څو ورځو راهيسې د داعش ډلې د فعالیتونو د بيا پيل خبرونه ورکړل شوي.

له دې سره نن طالبانو په کابل او ننګرهار ولايتونو کې د يادې ډلې پر ضد د عملياتو د پيل خبر ورکړی.

د يادونې وړ ده، چې له څه مودې راهيسې په جلال اباد کې هم د طالبانو پر ضد د داعش ډلې د چاودنې او بريدونو خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...