Homeخبرونهپاکستان وايي، که د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، مرسته...

پاکستان وايي، که د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي، مرسته به یې سخته شي

پاکستاني چارواکي وايي چې که د طالبانو حکومت نړیوال په رسمیت ونه پېژني، په افغانستان کې د طالبانو د تخنیکي او مالي ملاتړ او د متخصصانو په ورلیږلو کې به له ستونزو سره مخامخ شي.

پاکستاني رسنیو نن / چهارشنبې وویل، د دغه هیواد د اقتصاد وزیر عمر ایوب خان په مشرۍ پرون په یوه غونډه کې د افغانستان د نوي حکومت د ظرفیتونو د لوړولو او د تخنیکي متخصصانو د ورلېږلو په شمول په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ پر انتخابونو غور وشو.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا غونډه پهداسې حال کې جوړه شوه چې افغانستان د خوراکي موادو د کموالي له بحران سره مخامخ دی او تر دې هم مهمه دا ده چې د طالبانو حکومت نړیوالو په رسمیت نه دی پېزندلی چې له کبله یې له افغانستان سره د پاکستان ملاتړ ته خنډونه پېښېږي.

په غونډه کې د پاکستان د خوړو د ملي امنیت او تحقیقاتو وزیر سیدفخر امام ، د ملي امنیت سلاکار موید یوسف، د مرکزي بانک (سټیټ بانک) ريیس ډاکتر رضا باقر، د اوبو او انرژۍ د ادارې رييس متقاعد جنرال مزمل حسین او ګڼو نورو جګپوړو چارواکو له افغانستان سره پر اقتصادي همکارۍ خبرې وکړې.

ډان ورځپاڼه راپور ورکوي چې د غونډې برخوالو ومنله چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته له دې هیواد سره هر راز مرستې له جدي خنډونو سره مخامخ شوې دي.

د ځینو راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د یوې اردو د جوړولو لپاره به له طالبانو سره مرسته وکړي او پاکستاني پوځیان به افغان ځواکونه وروزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...