شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان: طالبانو ته افغاني بانک نوټونه چاپوو

پاکستان: طالبانو ته افغاني بانک نوټونه چاپوو

تاند:( چارشنبه، د ميزان اوومه) پاکستاني چارواکو طالب مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د امريکا متحده ايالاتو له لوري به د افغانستان د کنګل شویو ۹,۵ ميليارده ډالرو د کنګلتیا د دوام په صورت کې ورسره د افغاني بانک نوټونو په چاپ کې مرسته وکړي.

د پاکستان ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼې ویلي، چې په دې تړاو د دغه هېواد لوړپوړو اقتصادي چارواکو غونډه کړې.

د غونډې مشري د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر عمر ايوب خان کړې او د بحث موضوع دا وه، چې د نړیوالو بندیزونو د دوام او اقتصادي ناورين د شدت په صورت کې پاکستاني چارواکي بايد د طالبانو څه ډول لاسنیوی وکړي؟

د پاکستان د مرکزي بانک رئیس په دې غونډه کې ډاډ ورکړی، چې د اړتيا په صورت کې به طالبانو ته نوي افغاني بانک نوټونه چاپ کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د طالبانو له واکمنیدو سره د افغاني بانک نوټونو پر ځای يو ځل بيا د پاکستاني کلدارو د چلښت راپورونه ورکړل شوي دي.

3 COMMENTS

  1. طالبه الله د تباه کړه چی چپه خوله یی. دوستم ته هم یو وار ازبکانو افغانی بانک نوټونه جوړ کړی وه چی د دوستمی په پیسو یادیده. اوس ګورو چی پاکستان په ډاګه نارې سوری د دی وهی چی خارجی سیاست د افغانستان د دوی په لاس کی دی. همدا وجه ده چی د نوی حکومت لوړ رتبه مشران ټول جاهله او بیسواده ملایان مقریریږی تر څو وطن همداسی وران ویجاړ او د پاکستان محتاجه وګرځوی.

  2. اوس نو طالبه ستا غیرت معلومیږی، ملت درته ګوری! پاکستان غول خوری چی افغانۍ چاپوی یعنی د افغانستان په ناموس تجاوز دی، فرق یې نشته روس، امرکایي او یاد هیرا منډۍ مفتیان وي!
    د پاکستان له خوا د چاپیدو معنی داده چی اوس د طالب او هیراممفتیانو ترمنځ د ناموسونو شراکت دی

  3. د تالبانو اوسنۍ تګ لاره به نه یوازی د تالبانو د واکمنۍ دوره لنډه کړی بلکه افغانستان او ولس ته به د ژوند په هر ډګر کې ډیر دروند زیان ورسوی.
    که تالبان د نړۍ ملاتړ تر لاسه نه کړی او په خپله جاهلانه تګ لاره کی ژور بدلون رانه ولی او د خلکو ملاتړ او د افغانستان اقتصادی ستونږی حل نه کړی او یوازی په پاکستان تکیه وکړی نو د ذلت، رسوایۍ او د راپرزیذلو د وخت لپاره دی کلکه امادګی ونیسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب