جهاد پۀ اسلام کې ځانګړې درجه لري. جهاد د جګړې پۀ مانا نه ده، د جهاد لفظي مانا نهايي هڅه (utmost struggle) کول دي. يؤ کس چې د يؤې موخې د ترلاسه کولو لپاره نهايي هڅه وکړي؛ نو دې ته جهاد وايي. جهاد پۀ قرآن کريم کې پۀ دوه نومونو جهاد بالقران اؤ جهاد بالسیف ذکر شوی دی. پۀ قرآن کريم کې د جهاد بالقرآن ذکر داسې شوی: “یعني د قرآن پۀ وسیله لۀ هغوی سره جهاد وکړه، لوی جهاد”–( ۲۵:۵۲). د قرآن پۀ وسیله د جهاد واضح هدف دا دی چې د قرآن پيغام د خلکو پۀ منځ کې پۀ نظریاتي شکل خپور شي، يعني پۀ سولیزه توګه د دعوت کار کؤل. د اسلام اصلي مشن دعؤت الی الله دی. دا یؤ سولیز پیغام رسؤنکی کار دی چې همېشه او پۀ هر حال کې به کېږي.
پۀ قرآن کې جهاد بالسیف ته قتل ( war) ویل شوی اؤ قرآن کريم کې یې ذکر پۀ داسې الفاظو شوی: یعني له هغوی سره تر هغه وجنګېږه چې فتنه ختمه شوې نۀ وي اؤ چې یوازې دین د الله ج لپاره شي، کله چې هغه لاړ شي الله تعالی به د هغه عمل کوري.(8:39) ددې ایت له الفاظ څخه معلومېږي چې د قتل دغه عمل ازاد عمل نۀ دی، هغه یؤ محدود عمل دی چې یوازې د فتنې تر ختم پورې جاري وي، کله چې فتنه ختمه شي نو قتل هم ختمیږي.
د يؤ حدیث وضاحت!
پۀ يؤ حدیث کې د رسول ص خبرې رانقل شوې: یعني جهاد به تر قیامته پورې روان وي، له هغه وخته چې الله تعالی محمد ص مبعوث کړ او د مسلمانانو تر وروستي جماعت پورې به جاري وي. نۀ به یې د ظالم ظلم ودرولی شي او نۀ به یې د عادل عدل. پۀ حدیث باندې لۀ غؤر کؤلو وروسته معلومېږي چې لۀ دې جهاد نه جهاد بالقران مراد دی؛ نۀ جهاد بالسیف. حدیث وايي چې دغه جهاد د اسلام پیغمبر صلی اللہ علیہ وسلم لۀ بعثت سره پيلېږي. دا کؤم جهاد وو چې د اسلام د پیغمبر صلی اللہ علیہ وسلم له بعثت نه وروسته پیل شو؟ له څنګه چې ښکاره ده، له بعثت نه وروسته محمد صلی اللہ علیہ وسلم ۱۳ کاله مکه کې تېره کړه، پۀ دې وخت کې هغه جهاد بالسیف ونۀ کړ اؤ یوازې یې د قرآن کريم پیغام خپور کړ. بله خبره دا چې پۀ حدیث کې ویل شوي، که د عادل پاچا زمانه هم وه بیا به هم جهاد روان وي. ښکاره ده چې له دې نه جهاد بالسیف مراد نه دی ځکه چې د عادل حاکم خلاف جهاد به د فساد له امله وي او پر خلاف به یې بالقران جهاد کېږي یعني سولیز د دعؤت عمل. پور امن دعؤت يؤ داسې کار دی چې یوازې د ظالم او عادل حکمرانانو پور تړاو نۀ لري. د دعؤت عمل موخه دا ده چې تر هرې پيدا شوې ښځې او سړي پورې د الله تعالی پیغام باید ورسؤل شي. دا بشپړ پرآمن عمل دې چې پۀ هر دور کې به جاري وي.
د جهاد لفظي مانا هڅه کول دي. اصلاً د جهاد لفظ سولیز کوښښ ته ویل کېږي. مثلاً پۀ حدیث کې راغلي: جهاد کؤونکي هغه دي چې د الله تعالی د اطاعت لپاره له خپل نفس سره جهاد وکړي ( احمد، رقم، الحدیث:23958). ددې روایت مطابق جهاد یوؤ داسې عمل دی د خپل نفس خلاف وي؛ نو ښکاره ده چې کله د خپل نفس خلاف جهاد کېږي هغه به یوازې پُرآمن جهاد وي، یعني د خپلو خواهشاتو کنټرولول دي. حقيقت دادی چې پۀ قرآن کريم کې د جهاد لفظ د دعؤت الی الله لپاره راغلی دی. د دعؤت عمل يؤ مستقل کار دی هغه پۀ مختلف انداز او بېلابېلو طريقو سره پۀ هر دور کې ترسره کېږي. مثلاً قرآن کريم د ترجمې پۀ وسیله د نړۍ هرې ژبې ته تشریح کؤل، د دعؤت لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړول او پۀ موجود عصر کې د الکترونیکي وسایلو پۀ وسیله د اسلام پیغام رسؤل او خپرول او داسې نور.
الرساله، اپریل 2015
مولانا وحیدالدین خان