شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ترياکو د کر زیاتیدو زمينه زياته شوې

په افغانستان کې د ترياکو د کر زیاتیدو زمينه زياته شوې

تاند:( چارشنبه، د ميزان اوومه) د فرانسې خبري اژانس په يوه تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې په بېساري ډول د ترياکو د کر زمينه برابره شوې او د دغه نيشه يي توکي بیه درې چنده لوړه شوې ده.

ياد شوي اژانس د يو شمېر افغان کروندګرو په حواله لیکلي، چې د ترياکو کښت حرام ګڼي، خو شديد اقتصادي بحران يې د دغه حرام حاصل کرلو ته مجبوروي.

د کروندګرو په وينا، د نيشه يي توکيو قاچاقبران د يوه کيلو ترياکو د پيشه کي پيسو په توګه ۱۰۰ امريکايي ډالره ورته ورکوي.

طالبانو د دغه راپور او ترياکو کښت د زياتوالي په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو لخوا نړيوالو ته ډاډ ورکړل شوی، چې د افغانستان په خاوره کې به د ترهګرو ډلو د فعالیت تر څنګ د نيشه يي توکيو د کښت او کاروبار مخنيوی کوي.

خو د ځینو شنونکو په باور شديدې وزګارتیا، اوج ته رسېدلي فقر، د ټولو د منلو وړ حکومت په جوړولو کې د طالبانو ناکامي او په راتلونکي پراخه ولسي بې باوري هغه څه ګڼل کېږي، چې طالبان به ورسره دا ژمنې پوره نه کړای شي او زړ به له ماتې سره مخ شي.

4 COMMENTS

  1. تاندوالو! لږ حوصله کوئ، تاسو خو داسې په طالبانو پسې را اخستې چې سړی فکر کوي شاید په لنډغرو پسې خفه یاست. لږ خو ازادۍ، امنیت، د فاسدې ادارې لرې کول او د بهرنیو او کورنیو لنډغرو څخه د هېواد خلاصون ته هم همیت ورکړئ. تاسو په ډېره کې په منفي مسایلو باندې ډېر حساب کوئ. په یوه شپه هر څه نه ښه کېږي.

  2. محمدصاحب ستاسو په تبصره مې ډیر فکر وکړ. رښتیا هم نه یوازې په تاند بلکه په نورو رسنیو کي هم مثبت خبر نه لیدل کیږي. تر دې ځایه درسره موافقت لرم خو له ډیر فکره وروسته دې نتیجې ته ورسيدم چې اصلاً کوم مثبت خبر نه شته. که وای بلې رسنۍ به خپور و.
    که تاسو مهرباني وکړئ او د تېرو دوو میاشتو کوم مثبت خبر زومنږ سره شریک کړئ خوشخاله به شم.
    مننه

  3. نور اړخونه به پریږدو، صرف له اخلاقی اړخه نه ښائی چی د غربی حُکامو او رسنیو هره خبره ومنو. غربیان فقط ظاهراً د تاریاکو د کښت مخالفت کوی خو په باطن کی دا څو وروستۍ لسیزی د تاریاکو اصلی خریداران همدا غربیان دی. د افغانستان تاریاک د کیفیت او اصلیت له مخی د نړۍ غوره تاریاک دی او د غرب د دارو درمل ټولی فابریکې د افغانستان او میانمار په تاریاکو چلیږی. طالب خو د پخوا څخه هم د تاریاکو د بوټی د نیښ وهلو شوقی ؤ او خپل مختصر مصرف ئې له همدې لیاری لاسته راووړ خو کله چی طالب نظامی- سیاسی چینل ته ور ګډ سو نو ئې د تاریاکو د عشر او خیرات او زکاة او زور او توپک له لیاری درنې درنې روپۍ په برخه سوې.
    البته د تاریاکو د یوې وړوکی برخی څخه نړیواله رسمی او غیر رسمی مافیا د مخدره موادو د تولید او سوداګرۍ په موخه هم استفاده کوی چی هم د وولسونو جیبونه خالی کوی او هم مغزونه ( د اعتیاد ترویج ).

  4. طالب خو د پخوا څخه هم د تاریاکو د بوټی د نیښ وهلو شوقی ؤ ( البته د غلام حضرت ورور په فکر سره)

    ښاغلی غلام حضرت صیب شاید تاسی د طالیبانو په حکومت کی شاید د افغانستان څخه وتلی واست، او دغه خبره یا شعوری یا غیر شعوری کوی؟ او یا شاید بل چا درته څه ویلی وی؟ زه د طالیبانو په وخت کی د امارت په وخت کی په افغانستان کی وم، د طالیبانو په حکومت کی د کوکنارو یا تاریاکو د کښت خبره صفر ته رسیدلی وه، د تاریاکو کرکیله په مطلقآ ډول بنده شوی وه، کله چه د کرزی صیب حکومت راغی نو جنګ شروع شو او دهقانانو دغه د تاریاکو کښت واپس شروع کړو، کیدایشی د جنګ لپاره طالیبانو د بزګرانو څخه د تاریاکو عشر هم اخستی وی، ځکه په جنګ کی هغوی مجبوره وه چه د دغی عشر څخه د اشغال ګرو په ایستلو کی ګټه واخلی.

    تبصره را څخه اوږده شوه زه د طالیبانو طرفدار نه یم خو کله چه می ستا تبصره ولوستله د حقیقت وړ خبره دیی نه وه لیکلی.
    د طالیبانو د حکومت په هکله د UNDCP ، FAO او نورو موسیساتو او هیوادونو راپورونه په انګلیسی ژبه کتلای شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب