شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې بيا پر طالبانو چاودنه شوې

جلال اباد کې بيا پر طالبانو چاودنه شوې

تاند:( چارشنبه، د‌ ميزان اوومه) د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې نن بیا پر وسله والو طالبانو چاودنه شوې.

په دوه جلا راپورونو کې د چاودنې د زيانونو په اړه جلا معلومات خپاره شوي.

د يوه راپور له مخې، په دې چاودنه کې یو ماشوم ټپي شوی.

باختر اژانس ليکلي، چې دغه ماین د جلال آباد ښار په يوه واټ کې ځای پرځای شوی واو نن سهار د طالبانو د کاروان تېرېدوپه وخت کې وچاودېد.

 د پېښې عیني شاهدانو باختر ته ويل، چې په دې چاودنه کې د ماشوم تر څنګ د طالبانو ۲ وسله وال او یو بل عام وګړی ټپيان شوي.

په ننګرهار او ختيځو ولايتونو کې د داسې پېښو مسووليت تر ډېره داعش ډله په غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب