یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا کانګریس د بایډن تر ټولو ستره مالي طرحه تایید کړه

د امریکا کانګریس د بایډن تر ټولو ستره مالي طرحه تایید کړه

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۱) د امریکا کانګریس له کورونا سره د مبارزې او د دې ویروس د اقتصادي زیانونو د ختمولو لپاره د بایډن یوې طرحې ته مثبته رایه ورکړه.

په دې توګه د امریکا کانګریس د بایډن د شاوخوا ۱۹۰۰ میلیاردو ډالرو طرحه تایید کړې ده چې له مخې به یې د امریکا د اقتصاد په بیا سمونه کې له دې پیسو کار اخیستل کېږي.

د امریکا په سنا کې د بايډن مخالف ګوند بیا دا ډېرې پیسې بولي او په وینا یې د بایډن حکومت د کوررونا په نامه خپلې نورې برنامې هم په دې بودیجه او طرحه کې ځای پر ځای کړې  دي.

دوی وایي دا چې د ګوند استازي یې ډېر دي په تایید یې بریالی شول.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره تصویب شوې طرحه بلل شوې چې هغې ته ځانګړې شوې بودیجه خورا ډېره ګڼل شوې ده.

د بایډن ادارې بیا دا خپله لومړۍ بریا بللې او امریکایانو ته یې ډاډ ورکړی چې له کورونا به یې ژغوري.

کورونا ناروغي چې لومړی په چین کې را څرګنده شوه اوس هم په ټوله نړۍ کې يې خلک له وېرې سره مخ دي.

که څه هم په ګڼو هېوادونو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي واکسین د عملي کېدو پروسه دوام لري خو په بېوزلو هېوادونو کې بیا عامو خلکو ته دا اندېښنه موجوده ده چې ښايي په ډېر ځنډ واکسین ور ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب