چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهارګ یوځل بیا له افغان سیاسیونو سره پر سوله خبرې پيل کړې

ارګ یوځل بیا له افغان سیاسیونو سره پر سوله خبرې پيل کړې

تاند ( پنج شنبه ، د حوت ۲۱) افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان سیاسیونو سره د سولې د نویو پرمختګونو په تړاو خپلې غونډې پيل کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې پر نوو پرمختګونو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې غونډه کې عبدالرب رسول سیاف، د ملي مصالحې عالي شورا مشر  عبدالله عبدالله او ګڼو نورو سیاسي څېرو ګډون کړی و.

د امریکا تر وروستي لیک او طرحې وروسته دا د افغان سیاسیونو لومړنۍ غونډه ده چې د ولسمشر غني له لوري د سولې په تړاو رابلل کېږي.

دا ناستې داسې مهال پيلېږي چې تازه امریکا ویلي تر اوسه یې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر وروستۍ نېټه پرېکړه نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي: « بایډن غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي، سرتېري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او دا ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې به دایمی سوله تامینیږي او دغه هېواد به یو ځل بیا د جګړو او ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي.»

بلینکن وايي امریکا د سولې د راتګ لپاره خپلو ديپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي، خو دا ځل یوازې نه ده، بلکې په دې بهیر کې به ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه هم ګډ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی