Home+ویسټ انډیز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سريلانکا مات کړ

ویسټ انډیز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سريلانکا مات کړ

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۱) د ویسټ انډیز او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزو سیالیو لړۍ د ویسټ انډیز په بریا سره پیل شوه.

سریلانکا لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۹ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته ۲۳۲ منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې لوبډلمشر کروناراتني ۵۳، اشین ۵۰، او ګناتیلکا بیا ترټولو زیاتې ۵۵، منډې ترلاسه کړې.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې هولډر او محمد بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۴۷ ام اور کې د دوو لوبغاړو په زیان پوره او په دې سره یې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ د روانۍ مارچ میاشتې په دولسمه او درېیمه یې بیا د همدې میاشتې په څوارلسمه نېټه ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...