Homeخبرونهعمران خان افغانستان کې د سیاسي حل له روان بهیره ملاتړ کړی

عمران خان افغانستان کې د سیاسي حل له روان بهیره ملاتړ کړی

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۱) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.

عمران خان تېره ورځ ناوخته د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سیاسي حل له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې باور دی چې دغه جګړه یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې ختمېدلی شي.

نوموړي همدا راز ویلي چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ازبکستان سره یې ژمنه کړې چې د افغانستان له لارې به ګوادر ته د ازبکستان لاسرسی اسانه کړي.

عمران خان تر دې وړاندې هم ټينګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

هغه دا هم ویلي چې افغانستان ته د ثبات په راتګ سره به د پاکستان او مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګري او ترانزیت پراختیا ومومي او سیمې ته به اقتصادي وده راشي.

عمران خان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه ولسمشر غني له افغان سیاسیونو سره د سولې د نوو پرمختګونو په تړاو خپلې غونډې پيل کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې پر نوو پرمختګونو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...