چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeروغتیاد ښه صحت لرلو لارې چارې څه دي؟

د ښه صحت لرلو لارې چارې څه دي؟

 داکتر محمدرحیم نسیم ستانیزی-

خواړه خوړل او زیات استراحت کول د وزن د زیاتیدو او همداراز د بعضو ناروغیو په ځانګړی ډول د زړه د ناروغیو لپاره چانس برابرول دی. دا چاره هغه وخت د زیات زیان باعث ګرځی چی کله د خوړو په اړه بی غوری وشی.

کله چی مونږ خواړه وخورو نو د بعضو کیمیاوی تعاملاتو په نتیجه کی چی په وجود کی سرته رسیږی دغه خواړه په انرژۍ بدلیږی چی یوه اندازه دا انرژی د تنفس، دریدو، کښیناستو، دماغی فعالیت او نورو په نتیجه کی سوځل کیږی. خو زیاته اندازه انرژي که چیري کوم تمرین ونه کړو په وجود کی ذخیره کیږي چې د چاغښت باعث کیږی.

هر څومره چې چاغښت زیاتیږي په هغه اندازه ناروغیو ته لاره اواریږی. قدم وهل د چست او چالاک کیدلو او د زړه د روغتیا لپاره د تر ټولو اسانه لارو ده.

د امریکا د زړه د ټولنی لارښود چی د فزیکی فعالیت په اړه لارښوونه کوي ښيي چی یو صحتمن بالغ کس باید په هفته کی لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقی په پښو وګرځی، او یا هم په هفته کی هره ورځ نیم ساعت قدم ووهی.

که چیری په هفته کی اوه ورځی په پښو وګرځي نو وبه توانیږی چی په بدن کی ډیره اضافی انرژی چی په چاغښت بدلیږی وسوځوی. چی په نتیجه کی به ستاسی د وجود په توان مندی او ځواکمنتیا تمام شی. او د ډیرو قلبی ناروغیو نه به مو ځانونه په امان کی کړی وی.

که چیری مونږ او تاسی په پښو وګرځو نو په دیرشو دقیقو کی به د ۹۰ څخه تر ۲۰۰ کالوری پوری انرژی وسوځوو. که قرار قدم ووهو یعنی په ۳۰ دقیقو کی یو میل تګ وکړو د لږی انرژی سوځیدو باعث کیږی. او که چیری لږ تیز قدم ووهو لکه په ۱۷ دقیقو کی یو میل قدم وهل نو د زیاتی انرژی سوځولو باعث کیږی.

هر څومره چی تاسی وزن زیاتوی په همهغه اندازه به لټ او بی ډوله یاست، او چی هر څومره ډیره انرژی سوځوی په همهغه اندازه به صحت منده او چست و چالاکه اوسی.

که چیری د ورځی ۳۰ دقیقی قدم ووهی نو په هفته کی به د ۶۳۰ نه نیولی تر ۱۴۰۰ کالوری انرژی پوری وسوځی. که غواړی چی توپیر رامنځته کړی خپل د قدم وهلو تمرین ته تغیر ورکوی تر څو درته په زړه پوری تمام شی، او په دی ډول به لا زیاته انرژی وسوځوی. مثلا، په هغه لار چی تاسی قدم وهی کولای شی چی دوه دری دوری تری راتاو شی، تر څو د قدم وهلو اندازه زیاته کړی. که چیری د منډی ماشین استعمالوی د یو څه مودی لپاره یی مه کاروی او په ځای یی قدم وهلو ته مخه کړی.

1هر څومره چی تاسی د خپل قدم وهلو عمل ته تیزوالی ورکوی په همهغه اندازه به د منډی وهلو او یا هم غره ته ختلو په ډول وی. چی دا عمل د دی باعث کیږی چی د پخوا نه چی تاسی فقط قدم واهه په پرتله اوس دوه چنده انرژی وسوځوی. د ځواکمنتیا تمرین کوشش وکړی چی یو اندازه نور تمرینات لکه د بدن د ښکلا په کلب کی د بعضو وزنونو پورته کولو په مټ خپل عضلات قوی کړی. هر څومره چی ستاسی عضلات قوی وی په همهغه اندازه به ستاسی وجود ستاسی وزن په اسانی سره تحمل کولای شی. او دا تمرینات ستاسی د وجود اضافی غوړ په عضلاتو بدلوی. چی په نتیجه کی ستاسی د وجود میتابولیزم (یعنی په وجود کی د خوړو په انرژی بدلیدل) هم ورسره تیزیږی. او د ورځی په ترڅ کی لا زیاته انرژی سوځوی. تاسی کولای شی چی خپل د وجود د لاندنی اطرافو عضلات د قدم وهلو په دوران کی د خپل زنګونانو په پورته کولو او کښته کولو سره قوی کړی. همدارنګه د قدم وهلو په دوران کی په هرو پنځو دقیقو کی یو ځل دریږی او خپل لاسونه په هوا کی تاووی تر څو یو اندازه ازاد حرکات هم ورسره ترسره کړای شی.

د تمریناتو تر منځ فاصله هر څومره چی تاسی چست او چالاکه کیږی په هماغه اندازه لږه اندازه انرژی سوځوی که چیری تاسی یو ډول تمرین هره ورځ ترسره کوی. نو خپل د ګرځیدو یعنی قدم وهلو تمرین ته د وخت په تیریدو سره تغیر ورکړی، داسی چی د قدم وهلو نه مخکی تاسی هڅه وکړی چی د پنځه لسو ځلو نه نیولی تر پنځوس ځلو پوری کښینی او ولاړ شی، او یا هم بل کوم تمرین وکړی او بیا په قدم وهلو پیل وکړی.

په هرو پنځو دقیقو کی د خپل قدم وهلو ډول ته تغیر ورکړی داسی چی د ټوپ وهلو په ډول وی. او یا هم تیز تیز قدم ووهی، وځغلی او یا هم د ټوپ وهلو پړی استعمال کړی. کله چی قدم وهل تیزوی نو هڅه وکړی چی تر دیرشو ثانیو او یا هم یوه دقیقه تیز تیز قدم ووهی او بیا د یوی دقیقی لپاره نورمال قدم ووهی. بیا وروسته خپل قدم وهل تیز کړی. د تیز قدم وهلو یا ټوپ وهلو په نتیجه کی ستاسی د زړه ضربان تیزیږی، او هر کله چی تاسی بیرته ارام قدم وهی د زړه ضربان مو دغسی لوړ پاتیږی. چی دا عمل د لازیاتی انرژی سوځیدو باعث ګرځی.

3 COMMENTS

  1. سلامونه اونیکی هیلی ډیرپه زړه پوری مطلب وو اوهر انسان باید چی په 24 ساعته تقسیم اوقات کی دسپورت لپاره وخت ته ځای ور کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی