چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا او ترکیې استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې کړي

امریکا او ترکیې استانبول کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې کړي

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۱) د راپورونو له مخې په دوحه کې د ترکیې د سفارت مرستیال له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي او د سولې اړوند پر مهمو مسایلو یې سره خبرې کړې دي.

د سرچینو له قوله ویل کېږي چې په دې لیدنه کې په استانبول کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر سر هم خبرې شوې دي.

که څه هم رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي د روانې مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او همکارۍ خبرې کنفرانس جوړ شي.

په رسنیو کې سرچینو د طالب استازو له خولې ویلي چې دوی په دغه کنفرانس کې ګډون ته تیار دي خو افغان حکومت لا خپل دريځ نه دی روښانه کړی.

د افغان سولې په تړاو بحثونه په دې وروستیو کې یوځل بیا تاوده شوي.

بل لورته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له پاکستاني پوځ سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عبدالعزیز کاملوف په سیمه کې د افغانستان د سولې پر اهمیت د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره خبرې کړې دي.

کاملوف ټینګار کړی چې دوی د افغان سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې د سیمې نور هېوادونه هم باید هر اړخیزه همکاري وکړي.

دواړو لورو همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیت او نورو مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ هم ویلي چې دوی په سیمه او افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او د سولې له پروسې سره همکاري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی