چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+حشمت شهیدي هم په ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله

حشمت شهیدي هم په ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۲۱) له رحمت شاه او اصغر افغان وروسته حشمت الله شهيدي د افغانستان دريم توپوهونکى شو چې په ټېسټ لوبو کې سليزه وهي.

نوموړی دغه رازی بیا په روانه دوهمه ټېسټ لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې دوهم توپوهونکى دى چې سلیزه وهي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دو ۲مه ټېسټ لوبه په متحده عربي اماراتو کې تېره ورځ پيل شوې ده.

د روانې لوبې په لومړۍ ورځ اصغر افغان سليزه ووهله او په دوهمه ورځ بیا حشمت شهیدي سلیزه ووهله.

دواړه افغان لوبغاړي اوس هم په لوبغالي کې توپ وهنه کوي.

اصغر افغان تر دې دمه ۱۲۶ منډې په ۱۸۶ توپونو کړي او دغه راز حشمت شهیدي بیا په ۲۹۵ توپونو ۱۱۳ ناسوځېدلې منډې کړي دي.

افغانستان تر اوسه د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٣٦۱ منډې کړې دي.

له دوی وړاندې په سوځېدلو افغان لوبغاړو کې بیا ابراهیم ځدراڼ هم ښه لوبه کړې وه.

نوموړی د لوبې په لومړۍ ورځ په ۷۶ منډو سوځېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب