سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمېسیون: هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو حق دی

د بشر حقونو کمېسیون: هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو حق دی

تاند (پنجشنبه د حوت ۲۱) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پوهنې وزارت لخوا په ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو څخه پر ډېر عمره نجونو د ترانو ویلو د بندیز لګونې په هکله ویلي چې هنري مهارتونو ته لاسرسي د ماشومانو حق دی.

دغه کمېسیون نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د عمر او جنس له توپيري چلند پرته ښوونه او روزنه، د بیان آزادي او هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو لومړني حقونه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ماشومانو حقونو او آزادیو پر وړاندې هر ډول بندیز د بشري حقونو عمومي اصولو، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د افغانستان ملي قوانینو خلاف بولي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي شورا او اړوند کورنیو د ټینګار له مخې؛ پوهنې وزارت په عمومي پروګرامونو کې له دولس کلونو څخه د پورته عمر لرونکیو نجونو د ترانو پر ویلو بندیز لګولی و.

په دې لیک کې راغلي، چې نارینه ښوونکي نشي کولی له دولس کلونو پورته نجونو ته زدکړې ورکړي.

دغه راز پوهنې وزارت څه موده مخکې پرېکړه کړې وه، چې له لومړي ټولګي څخه تر درېیمه پورې به زدکوونکي په جوماتونو کې درس زدکوي.

په هغه لیک کې چې د کابل د پوهنې ریاست د ضمیر ګوارا پر لاسلیک ښوونیزو حوزو ته لېږلی؛ د ښوونځیو مدیرانو ته خبرداری ورکړ شوی، چې د سرغړونې په صورت کې ور سره قانوني چلند کیږي.

د پوهنې وزارت د امر له مخې، ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د  نجونو د ترانو ویلو ډلې باید داسې تنظیم کړي، چې عمرونه یې له دوولس کلونو کم وي.

پوهنې وزارت ویلي، چې د ملي شورا او ځینو کورنیو له سپارښتنو وروسته پرېکړه شوې، چې زدکوونکي او د نجونو د ترانو ویلو ډلې، چې عمرونه یې له دوولس کلونو پورته دي، نشي کولی په عمومي پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې ځینې ښځې په دې پرېکړه د نیوکې تر څنګ څرګندوي چې باید حساسیت پاروونکي او د جنسیتي توپیر پرېکړې ونشي او دوی دا پرېکړه په ښوونیزو بنسټونو کې جنسیتي چلند یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب