دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې لس ملکیان وژل شوي

ننګرهار کې لس ملکیان وژل شوي

تاند (پنجشنبه د حوت ۲۱) د ننګرهار د ولایتي شورا غړیو ویلي چې په دغه ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لس ملکیان وژل شوي دي.

د دوی په خبره چې عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ ټټنګ سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا پر هغه کور، چې دیني مدرسه پکې وه شوي دي. دوی زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې څو حافظان او د مدرسې استادان هم شامل دي.

د ولایتي شورا د غړو په وینا، د افغان ځواکونو دا عمل د سیمې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

په ورته وخت کې د مدرسې زده کوونکو په یو ویډیوي کلېپ کې ویلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د دوی پر مدرسه چاپه وهلې، لومړی یې تر ۱۴ کلونو د لوړ عمر لرونکو شاګردانو سترګې ورتړلې او بیا یې د دوی له مخې وژلي دي.

خو د ملي امنیت ۰۲ قطعې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د مېشت افغان امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو سره د لیدنې په موخه روان و چې ټټنګ سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ځانګړو ځواکونو په ځوابیه برید کې مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې چې په اړه یې کره معلومات نشته.

سرچینه زیاتوي، ځانګړو ځواکونو په سیمه کې د وسله والو طالبانو یو موټر بم هدف ته تر رسیدو مخکې له منځه وړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په یاده سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو او یوه دیني مدرسه چاپه وهلې چې پر مهال یې د مدرسې د یوه استاد په ګډون د قرآنکریم لس تنه حافظان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب